شنبه, اپریل 27, 2024
Home+څنګه له ځان سره مینه ولرو؟

څنګه له ځان سره مینه ولرو؟

مینه احمد

مخکې له دې چې بل څوک درسره مینه ولري، لومړی باید له ځان سره مینه ولرئ، خو له ځان سره مینه یعني څه؟ او څنګه کولای شو له ځان سره مینه ولرو؟

ځیني خلک په بیلابیلو دلایلو وایي چې له نورو سره تر مینې لرلو، له ځان سره مینه لرل سخته ده. ځکه زیاتره وخت موږ له خپل ځان سره ظالمانه چلند کوو، خپل ځان ژر ملامتوو او زهرجن یا نور زیان رسوونکي مواد کاروو. او خپلو کمزورو ټکو ته ژر متوجه کېږو.

څنګه له ځان سره مینه ولرو؟

  • خپل ځان وپېژنه، خپل بدن کې هغه څه کشف کړه چې تا خوشحاله ساتي او د هغو په هکله فکر وکړه.
  • کله چې اړتیا پېښېږي (نه) ووایاست، د ځان لپاره سرحدونه وټاکه او نور باید په دې پوه کړې چې تاسو د احترام وړ یاست.
  • خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه، نور له تا څخه ښه یا بد نه دي او یا هم څوک لا تا څخه کم یا زیات ندي، هغوی یوازې بل ډول دي. ته باید دا درک کړې چې ته ارزښتناک یې او له هیچا سره د پرتلې وړ نه یې.
  • ریښتینی شتون ولره؛ یانې زمونږ ژوند له بېلابېلو خیالونو ډک دی، د خیالاتو یا هم خیالي ملګرو لپاره خپل ژوند مه تېروه، له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند وکړه.
  • خپل د وړتیا ټکي پیدا کړئ او له هغو څخه ګټه واخلئ، هر انسان یو قوي ټکی لري، زیاتره انسانان خپل قوي ټکی نشي پیدا کولای، خو که تاسو غواړئ چې بریالی شئ نو باید خپل د قوت نقطه مو پیدا کړئ او ورځني کار واخلئ.
  • له ځان سره ښه چلند وکړئ ځکه تاسو د ښه چلند ارزښت لرئ. هغه څه چې مو په ژوند کې تر لاسه کړي د هغو په وسیله ځان وستایئ او د خپلو نورو موخو په لور قدم واخلئ.
  • خپلې تېرې غلطیانې هېرئ کړئ؛ له هېرولو نه موخه دا ده چې فقط له هغو څخه زده کړه وکړئ، او د هغوی په وسیله ځان مه تکلیفوئ، ځکه تېر نه راګرځي خو د راتلونکې لپاره د یوې ښې تجربې په توګه ګټه ترې اخیستلای شو.
  • ځان وبښئ، هغه خلک چې له غلطي وروسته ځان نشي بښلای، هر وخت بې ځایه ځان زوروي.
  • دا باید درک کړې چې زیاتره کسان له تا سره مینه نه لري یا حتی درنه کرکه لري، ځان مه زوروه، ځکه نړۍ کې د بېلابېلو فکرونو خلک ژوند کوي، ته نشي کولای هر څوک یې خوشحاله وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب