Homeخبرونهله کابله د سږنیو افغان حج کوونکو لومړنی پرواز ترسره شو

له کابله د سږنیو افغان حج کوونکو لومړنی پرواز ترسره شو

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )  سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د لېږد لومړنی پرواز تېره شپه له کابل هوایي ډګر څخه ترسره شو.

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل، چې په سعودي کې د هيواد د حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوي او په کور دننه او بهر د هيواد حاجيانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه مختلفې کمېټې ګمارل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د تېر کال په پرتله سږکال د حج پروسې لګښت کم دی او د پيسو راټولولو او لېږد په برخو کې هم د حاجيانو له پيسو څخه د خدمت حق نه دی اخيستل شوی، چې دا د حاجيانو لپاره يو ډول مراعات دی‌.

مولوي حنفي وویل، سږ کال زموږ له هيواد څخه ۳۰ زره حاجيان د حج مراسمو کې ګډون کوي.

 افغان حج کوونکو تېر کال د طالبانو له اړوندو تدابیرو خوښي ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...