یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهمنیره کاکړ: له افغان کډوالو باج اخیستل د پاکستاني پولیسو په لوړ...

منیره کاکړ: له افغان کډوالو باج اخیستل د پاکستاني پولیسو په لوړ عاید بدل شوی

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې “منیره کاکړ” پر خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورول او بیا ترې باج اخیستل د پاکستاني پولیسو په لوړ عاید بدل شوی.

هغه زياتوي، یو شمېر دغه کډوال اوس په توقيف کې دي او روغتيايي خدمتونو او خوراکي توکو ته لاسرسى نه لري.

سرچینه وایي، د دوی خپلوان اړ دي چې خپلو بندیانو ته خواړه چمتو او د ملاقات وخت اخیستو لپاره یې هم پاکستاني پولیسو ته رشوت ورکړي.

پاکستان په ځلونو- ځلونو له افغان کډوالو سره په ورته ناوړه چلند او ورڅخه په باج اخیستو تورن شوی.

د طالبانو پر رژیم نیوکې دي، چې اول خو د دوی له لاسه افغانان وطن پریښودو ته اړ وځي او بیا په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې دغو کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ځان مسوول نه بولي.

طالب چارواکو وخت په وخت د پاکستان له زندانونو د یوشمېر افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو  خبر ورکړی، خو منتقدان یې وایي چې دغو کډوالو په پاکستان کې د اوسیدو د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره بند تېر کړی وي، خو طالبان یې د بندي کیدو د پوښتنې پر ځای افغانستان ته له لېږدولو سره د مسوولیت سرته رسولو تمثیل کوي.

1 COMMENT

  1. پاکستاني پولیس او بیا په ډیورنډ کرښه (د تورخم دروازه ) کې خاسه دار په ځانګړي توګه حرام خواره، سپک، بې ناموسه ، بې عزته سپي دي، چې نه ناروغ، نه ماشوم، نه زنانه ، نه سپینږیري، نه مسافر او نه هم د غم ښادۍ ګډونوال په حیا او عزت کې پریږدي، دوی شکول کوي، او آن خلک یو ډول بلیک میل کوي، کله وایي دا ټاپه دې په پاسپورټ سمه نده، کله یوه بهانه کله بله بهانه، آن که سل سلنه سم اسناد هم ولرې، بیا هم درته مزاحمت کوي، تر هغې چې پیسې ورنکړې، او دغه سپي ماړه نه شي.
    زه د امارت اسلامي نه غواړم چې د دغه سپیانو او حرام خورو په ضد چټګ غبرګون ښکاره کړي، او دغه د افغانانو د بۍعزتۍ او سپکاوي مخه په جدي توګه ونیسي.
    بله دا چې د دوی د تي ماشومان، میندې د څلورو کلونو غیږو ماشومانو سره، امیندواره میرمنې ، د شوګر او زړه تکلیف والا ناروغان، عمروهلي سپینږیري، ناوې او د غم ښادۍ ګډون وال جیلونو ته اچوي او بندیانوي يي، دغه یو بشري جنایت او ظلم او ناروا ده، ولې امارت د دغه ناپاک دولت د ظلم او ناروا په وړاندې پڅ دریځ لري، باید د افغانانو د بې عزتۍ او سپکاوي پوښتنه په هر ځای کې وشي. دا یوه ډیره جدي غوښتننه ده !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب