یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهنعیم وردګ: د اوبو پر بندونو مخکیني بریدونه خپله پرزول شوي حکومت...

نعیم وردګ: د اوبو پر بندونو مخکیني بریدونه خپله پرزول شوي حکومت کول

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ادعا لري، چې د جمهوري نظام پر مهال د اوبو د بندونو پر پروژو وسله وال بریدونه خپله پرزول شوي حکومت کول.

نعیم وردګ په یوه مرکه کې دا رد کړه، چې ګواکې د جمهوري نظام له سقوطه یوه میاشت مخکې هم طالبانو په نیمروز کې پر کمال خان بند بریدونه کړي وو.

نوموړي تور پورې کړ، چې دا ډول بریدونه خپله جمهوري نظام ترسره کول او بیا یې ملامتي پر طالبانو اچوله.

طالب ویاند ونه ویل، چې جمهوري نظام د دغو بریدونو د سرته رسولو لپاره څه اړتیا لرله او څه ګټه یې ورڅخه اخیسته.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران سره د افغانستان د اوبو د وېش په سر د طالبانو له ناندریو سره هم مهاله، د طالبانو منتقدانو ویلي: طالبانو تر دوه کاله مخکې پورې د ایران په پیسو او وسلو د افغانستان د اوبو د مدیریت هڅې ننګولې.

دوی په ځانګړي ډول د هېواد په لویدیز کې پر سلما، کمال خان او بخش آباد بندونو بریدونو ته اشاره کوي، چې په ادعا یې د بریدونو سیمو کې طالبانو نفوذ درلود او د یادو بندونو د چارو له ځنډني کیدو سره ایران ته ګټه رسیده.

ایراني چارواکو او طالبانو مخکې دا تورونه رد کړي وو، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ایران د پخوا برعکس تایید کړه، چې طالبانو ته یې د جمهوري نظام خلاف وسلې او امکانات ورکول.

10 COMMENTS

  1. هو! د افغانستان د مفسدینو جبهی دا کار کاوو او مشر یې اسمعیل لنګوټه و!

  2. طالبي نعيم وردک بايد پوه شي چې حکومت دننه او بهر ګډ مشترک دښمنان لرل.
    چا د حکومت پښې د نظام دننه وهلې او چا ورپسې له بهره ملا تړلې وه.
    ايا ستا ځينو لوړ پوړو طالبي چارواکيو او قوماندانو لکه صدر ابراهيم، ذاکر او داسې نورو له همدې ايرانه وسله نه ترلاسه کوله؟
    ته او خدای چې دا ستا ضمير تا ته د دې اجازه درکوله چې له ايران وپاکستان مو د هېواد پر ضد له هغوی وسلې، پيسې، کارتوس، ماينونه، روزنه او نور ډېر څه تر لاسه کول.
    تاسې له بهره تخريبکاره واست او په حکومت کې دننه داسې تخريبکاره ول چې امتيازات يې هم له حکومته اخېستل، خو چا د يو ګاونډي او چا د بل ګاونډي له ګټو ساتنه کوله. وردکه! ته سوچ وکړه چې تا د چا له منافعو دفاع کوله؟

  3. هغه بریدونه به په چا تاوان کړۍ چی زبیح الله کذاب به سینه ټپوله او دبریدونو مسولیت به يی په ډیر ویاړ په غاړه اخسته. چی ډیر بریدونه تاسو په مکتبونو، روغتونونو، داوبو په بندونو او دبرق په پایو، پلونو او عامو تاسیساتو کول.

    داچی تالبی ملایان د ډیر چاقون له امله ددوحی په اتومات دروازوکی نه شی ننوتلی ایا دا نصرت تاسو ته څوک او دڅه لپاره درکوي؟ خو ښکاره خبره ده چی دین، ایمان او دافغانانو ناموس په تور بازار کی خرڅوۍ او د پنجاب د بلاربو میخو په شان څاربه ګرځۍ.

    دالله لعنت دی په تاسو مفسیدینو، مړضمیره او لویو دروغجنو وي. ورځ تربلی به نور هم ذلیله او رسوا شۍ ځکه چی په دین او مذهب سوداګري کوۍ.

  4. د وردگ د وینا ته هیڅ ځواب نشته دوی اوس له کمیس او پردوګ په مرداری لړلی د خلکو په سترګو ننوځی ننه چی ایران داسی جګ درباندی غاپی دا د هماغه وخت تاثیرات دی چی په یوه پښه ورته ولاړ وی اوس ورته کوم ځواب نلری

  5. د نعیم وردګ خبرې هم ډیري درواغن نه دي په حقومت کې د جمهور ریس معاون یونس پایه پران، يي یوه بیلګه ده. خو هغه رزیل هم ځانته مجاهد وايي، بله خبره دا چې په خدای کسم کوم وردګ صاحب چې طالب جان په غزنی کې پوخ سړګ په ټکټرو باندې په بل مخ واړاوه. ټکټرونو يي هم د اورزو – شاخوږو – نظرخان له کلو ور وستل قوماندان حمزه دا کار وکړ اوس هم هغه سړک کتلای سی چې په تکټرونو اړول سوی دی. ته دا هم ومنه چی ته هم د وطن په ګډولو کې شیریک وی ملګری دی هم. دومره هم مه سپین سترګی کیږی چې له کالو سره د خلګو په سترګو ورننوذی. که له نورو نه شرمیږي د هغو ټکټرو له موټروانانو وشرمیږه چې په زور یی د سړک د دوپل له پاره را ایستلي وو.

  6. د وطن ورانول ، ورور وژنه ، شر اچونه او پردیپاله کړنې د حُر ، عاقل او مومن کامل کار ندی و لو که څوک د امیر تر نامه لاندی هم امر وکړی ځکه په معصیت کی اطاعت نشته ؛ د ایران ، پاکستان او نورو پیسی او وسلی افغان وژنه ، عام المنفعه تاسیسات ورانول او شر زیاتول وو ، نه اصلاح ۰
    جاهل حکام تل نعمتونه فی سبیل طاغوت او شر لپاره کاروی ، ملیشی او فاطمیون جوړوی ، شر خوروی ، ظلم او فساد کوی؛ هغه که ملا وی یا مولانا یا آیت الله وی که امیر ، دا چي ظلم ،فساد او شر خوروی هغه ظالم ، فاسد او شریر بلل کیږی موږ په تعاونوا علی البر والتقوی مکلف یو نه شرارت
    او درندګی ۰

  7. لکه چې ملا وردګ هم د عزیز نامراد ، داکتر عبدالله ، ذبیح ا ،،، کذاب لار ونیوله.
    لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ آل عمران 61 آیت
    او بل هغه د مچلغو د بند ساتونکی د کوم ظالم په فتوا سره اعدام او د 82 ملي متري توپ باندې شهید شو. د چا د ګټو ساتلو لپاره ؟
    د هغه بند اوبه د دولت له خوا استفاده کېدلې او که د مچلغو خلکو ترې ګټه اخیسته ؟

  8. والله چی دی نعیم وردګ ته سړۍ څه ووایی؟! زما د ۶۶ کاله د عمر کیږی د دی هیواد ټولی ناخوالی،ترخی او بدی روځي می په سترګو لیدلی او ګاللی می هم دی، څو بیلګی به یی ووایو: د خلقیانو او پر[میانو د واک په مهال دری ځلی بندی شوۍ یم او یوځلی خو خبره تر پولیګون ورسیده خو د الله رضا زما په مرګ نه وه او بیرته ژ،ندۍ راغلم، په پولیتخنیک کی زما یو ټولګیوال چی اوس مړ دۍ موږ به په ټولګی کی …. موش ته ورته ویل هغه پرچمۍ وو یوه روځ یی زما په جیب کی چینایی وینګ سینګ قلم ولیدو نو په ډیره خوږه خندا یی راته وویل چی ربی خانه ډیر ښه سړۍ یی خو افسوس چی د ارتجاع قلم دي په جیب کی دۍ؟! بیا همداسی د تنظیمونو د واک په مهال د ارغستان ولسوالۍ د محمکی په سیمه کی یو سل او شل د جبار قهرمان د ملیشو څخه نیول شوی نکسان په عربو همالته خرڅ کړل او عربو هم په ډیره بیرحمۍ ووژل او د ارغستان سیند ته به یی مړی وراچول،جالبه یی لا دا وه چی ملیشو په لاسونو او پښو به همدا په اصطلاح مجاهدین ناست وو. ما چی اعتراض ورباندی وکړو نو دوی ویل دوی ته اسلام اجازه وکوی! د قدرت دسنګ جنګۍ په مهال د دهبوری چوکه نیږدی یوه حامله ښځه وژل شوی وه او نس یی هم څیرل شوۍ وو او د نس څخه راکښل ماشوم یی د هغی مړی مور پّ سینه ایښۍ او ورسره پّ کاغذ لیکلی شوی وو ،هزاره انتقام میګیرند. همدا راز طالبان په اوله دوره کی یوازی څلور نکاح او 4X4 موټر هدف وو او د هی د لاسته راوړلو لپاره هر څه ته تیاروو. نعیم وردګ د خدای لری زه ورته حیران یم له دومره درواغو ویلو وروسته بیا په کور کی خپلو اولاد ته په کومو سترګو ګوری؟ هغه به ټولو ته په یاد وی چی کله د سلما دبند ساختمانی کارونه پرمخ روان وو او اوروسته بیا له ایټالوی کمپنۍ سره د فراه د بخش آباد د بند دسروی قرار داد لاسلیک شو سمدلاسه هلته د طالبانو تحریکات زیات شول او دطالبانو د مړو جنازی ایران ته وړل کیدلی او هلته یی فاتحی اخیستل کیدلی. اوس چی طالب په واک کی دۍ نودقدرت غروراو نشي یی سترګی ورپټی کړیدی او خپله هر خبر رښتیا او هر عمل روا ګڼی مګر دا یی ندی په یاد چی په نن پسی سبا شته کومی نخری چی تاسو د پردیو په اشارو پخپل وطن وکړی که وخت راغۍ حساب به ورکړۍ، البته دا هم دیادولو وړده چی د عام اولس په چوپتیا کی د تیر رژیم دتعصبی کړنو او فساد اغیز هم شته دۍ. یا هو

  9. بيت لمال مجاهد وران کو دا ورانول د روسانو له راتګه سره شروع شو او تالب له قدرته رسولو ورسته ودريد
    پاکستان داغوښتلاو دايي پاليسي وه چي افغانستان بي افغانانو شي نو همداوه چي کروندي وجاړيکړي ، کورونه وران، مکلتبونه بند، پوه افغان تيښتي مجبورهول ، انفرا سترکچر ورانولاو اقتصاد درول دا د پاکستان ستراتيجي وه تر څو خپل ګډاګيان قدرت ته ورسوي ملا نعيم وردګ لکه ډير نور مجاهدين دا که تالب ده او که نه تالب دپاکستان د لاس اله وه اوده. هغه پاک وتندوسته مجاهدين هم دوی له منځه يووړل

  10. بيت لمال مجاهد وران کو دا ورانول د روسانو له راتګه سره شروع شو او تالب له قدرته رسولو ورسته ودريد
    پاکستان داغوښتلاو دايي پاليسي وه چي افغانستان بي افغانانو شي نو همداوه چي کروندي وجاړيکړي ، کورونه وران، مکلتبونه بند، پوه افغان تيښتي مجبورهول ، انفرا سترکچر ورانولاو اقتصاد درول دا د پاکستان ستراتيجي وه تر څو خپل ګډاګيان قدرت ته ورسوي ملا نعيم وردګ لکه ډير نور مجاهدين دا که تالب ده او که نه تالب دپاکستان د لاس اله وه اوده. هغه پاک وتندوسته مجاهدين هم دوی له منځه يووړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب