یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکابلوف: په کازان غونډه کې د طالبانو ګډون دوی ته د رسمیت...

کابلوف: په کازان غونډه کې د طالبانو ګډون دوی ته د رسمیت ورکولو مانا نه لري

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   د روسیې او اسلامي نړۍ څوارلسمه اقتصادي غونډه (کازان ۲۰۲۳) د تاتارستان په پلازمینه تاتارستان کې د طالبانو د رژیم د استازو او څه باندې ۸۵ هیوادونو د استازو په ګډون پای ته ورسیده.

 په دې غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر عزیز الدین نوري، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه او یو شمېر نورو استازو هم ګډون کړی و.

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ویلي، د طالبانو هغه استازي چې د کازان په غونډه کې یې ګډون کړی و، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې نه دي.

دغه پلاوي په دغه سفر کې د افغانستان، روسیې او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د پانګونې د ودې په اړه وکتل.

ضمیر کابلوف ویلي، چې په دې غونډه کې د طالب استازو ګډون د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

طالب پلاوي ویلي، چې د دغه سفر پر مهال روسیې د افغانستان له تحصیلي سیستم سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب