Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان تېرکال د نیږدې ۲ میلیارده ډالرو مېوه او سبزي صادره کړې...

افغانستان تېرکال د نیږدې ۲ میلیارده ډالرو مېوه او سبزي صادره کړې ده

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي ،چې د تېر کال پر مهال يې د څه باندې يو ميليارډ ډالرو په ارزښت مېوې او سبزيجات بهر ته صادر کړي دي.

د یادې خونې رئيس يونس مومند وايي، چې افغانستان تېر کال د يو ميليارډ او ۸۶۵ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ۸۵سلنه زياتوالي ښيي.

نوموړي وويل: (( د صادراتو برخه کې ستونزې حل شوي او صادرات مو زيات شوي دي. تېر کال مو ۷۰۰زره ټنه مېوې او سبزيجات بهر ته صادر کړي چې د تېرو کلونو په پرتله لوړوالي ښيي.))

په ورته وخت کې يوشمېر سوداګر غوښتنه کوي، چې د سړو خونو په جوړولو او د هوا له لارې د صادراتو لپاره د زمينې په برابرولو سره د توکو د صادرولو کچه له دې هم لوړه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين زياتوي ،چې تېر کال زياتره صادرات د ځمکې او هوا له لارې ګاونډيو هيوادونو ته شوي او د زياتولو لپاره يې هڅې لاهم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...