لیکوال: اکادمیسین م. ا. سیستاني
ژباړن: سیلانی
د درې نوم ورکو افغان مېرمنو یاد
بي بي مکارمۍ د کابل ولایت یو له با عصمته، زړورو او ښکلیو مېرمنو څخه وه؛ هغه د سردار رحیم خان امین الملک ښځه وه چې امین الملک بیا د سردار بهارد خان ( د ګرشګ یو له پېژندل شویو صوفیانو او عارفانو څخه و) زوی و او بهادر خان د سردار پاینده خان بارکزی ورور و.
د مکارمۍ د وفادارۍ او سرښندنې کیسه موهن لال په خپل اثر کې یادوي چې ظاهرآ یاده کیسه د ۱۸۱۷ – ۱۸۱۸ کلونو کې پېښه شوې ده او ذکر شوې نېټه د شاه محمود سدوزايي د واکمنۍ مهال سره سرخوري. موهن لال وايي: مکارمۍ له آره کشمیرۍ وه خو نوموړې مېرمن له دومره ښایست، پاکۍ او ښځينه عصمت څـخه برخورداره وه چې حتی د شهزاده کامران زوی شهزاده جهانګیر په غیابی توګه پرې مین و.
یو مهال د مکارمۍ مېړه امین الملک په کندهار کې د کامران په زندان کې بندي و، شهزاده په کابل کې د زیاتو ډاليو او پیسو په وړاندې کولو سره هغې ته خپله مینه او دوستي څرګنده وي، مګر نوموړې د شهزاده د پيسو او ډاليو په نه منلو سره د شهزاده غوښتنه رده وي، کله چې شهزاده پوهېږي چې مکارمۍ د پیسو او ډالیو له لارې نه شي خپلولی نو پرېکړه کوي چې هغه باید وتښتوي او خپلو کسانو ته امر کوي چې د مکارمۍ کور ته ورشي او هغه د بالاحصار قصر ته راولي. کله چې مکارمۍ د شهزاده له پرېکړې خبريږي، نو ددې لپاره چې د خپلې کورنۍ، مېړه اوخپل عزت یې ساتلی وي پرته له دې چې د کورنۍ غړو ته څه ووايي له کور څخه وځي او ځان په یوې ژورې څاه کې اچوي تر څو په ژوندیني يې څوک په ځان لاس ونه وهي، مګر دا چې په مړي یې.
کله چې مکارمۍ ځان څاه ته اچوي هغې څاه کې اوبه نه وي او خځلې پرتې وي چې دده ښکلی صورت هم پرې ژوبليږي، مګر مړه کېږي نه. دا صحنه د مکارمۍ یو تاجر ګاونډی ویني مګر چاته څه نه وايي کله چې د شهزاده کسان راځي او د هغې او ګاونډویو کورونه لټوي مګر مکارمۍ نه شي موندلی نو بېرته ناهيلې ستنیږي؛ د شهزاده د کسانو له تګ وروسته د مکارمۍ ګاونډی یو اندازه خواړه او اوبه څاه ته ورکښته کوي ترڅو هغه ترې ګټه واخلي، دا کار څو اونۍ په همدې ډول دوام کوي.
له بلې خوا د مکارمۍ مېره د خپلې ښځې پر وړاندې د شهزاده له بد نیت څخه خبرېږي او شاهزاده کامران ته د دوه سوه زرو روپیو په ورکړې سره ځان له زندان څخه خلاصوي او د کابل پر لور روانيږي. له دې خوا کابلي تاجر بي بي مکارمۍ د شپې لخوا له څاه څخه را اوباسي او پر آس سواره د کندهار پر لور روانیږي، وروسته له دونیمو ورځو سفر څخه په نیمه لار کې یو ناڅاپه له سردار رحیم خان امین الملک سره مخامخ کېږي، دواړه له ډېرې خوشحالۍ یو بل په غېږ کې نیسي؛ امین الملک ددې کار په ترسره کولو یوه لویه بدله تاجر ته ورکوي او دواړه بېرته کابل ته راستنيږي. دا ښځه او مېړه یو څه موده د یو بل تر څنګ په خوشحالۍ ژوند تېروي، مګر سردار رحیم خان امین الملک تر ډېره ژوندی نه پاتې کېږي او له دې نړۍ څخه سترګې پټوي او بي بي مکارمۍ کونډه پاتې کېږي.
موهن لال زیاتوی: د امین الملک له مړینې وروسته امیر دوست محمد خان بي بي مکارمۍ ته د واده کولو جرګه ورلېږي، مګر یاده ښځه له امیر سره د واده کولو لپاره نه راضي کيږي؛ امیر چې د نوموړې ښځې د حسن، پاکۍ، شهرت او ثروت په هکله ډېر اورېدلي وي نو د هغې د خپلولو لپاره خپله پرېکړه جدي کوي او خپل مصاحب آغا حسین ته یې امر کوي چې بي بي مکارمۍ په زوره بالاحصار ته حاضره کړي ترڅو قاضي یې رسمآ ده ته په نکاح کړي. د بي بي مکارمۍ پر وړاندې د امیر امر پر ځای کېږي او قاضي و ملا دې ته حاضريږي چې هغه د امیر په نکاح کړي، مګر د قاضي پر وړاندې د هغې ژړا او چیغې د نوموړې د نا رضایتۍ نښې وي چې د مجلس ټول کسان یې ترې سخت متاثره کېږي.
د واده له مراسمو وروسته مکارمۍ لا هم ژړل او د همدې ژړا په وسیله یې خپله کرکه د امیر پر وړاندې څرګنداوله، کله چې امیر د هغې د خوب کوټې ته دننه کېږي د هغې د ښایست په لیدلو سخت حیرانېږي، مګر هغه تل ژړېده او امیر ته به یې ویل: چې هېڅکله نه شم کولی د خپل مېړه مینه او عشق هېر کړم او دا ډېر د شرم ځای دی چې ته په زور او جبر سره زما مینه او علاقه ځانته جلبوې که چېرته ماته لاس را نږدې کړې نو د زهرو په وسيله به ځان ووژنم.
د امیر نصیحتونو او د مینې لېوالتیا د بي بي مکارمۍ د ژړا او بغاوت مخه ونه نيوله، کله چې امیر ولیدل چې نوموړې له خپل هوډ څخه نه اوړي له کوټې بهر شو او دویم فرصت ته په تمه پاتې شو، مګر هر کله به چې امیر د یادې ښځې لیدو ته ورغی هغې به د ژړا او فریادونو په ترسره کولو امیر له ځانه منصرف کو. یو ځل بي بي مکارمۍ امیر ته وويل: چمتو یم چې خپل ټول زیورات او د خاوند پاتی شوې ځمکې تاته درکړم په دې شرط چې تاسو له ما لاس په سر شئ، مکارمۍ سمدلاسه خپل زیورات او ښکلې وینځه یې په کوټه کې خوشې او خپله له کوټې ووته، کله چې امیر دا حالت ولیده له ځان سره یې وويل دا ښځه په رښتیا هم ماته تابع کېدونکې نه ده او نه شم کولی د خپل ځان لپاره د هغه مینه او علاقه را جلب کړم. امیر څو میاشتې نور هم په تمه شو او مکارمۍ يې خپل حرم سرای کې وساتله او بیا یې رخصت کړه چې خپل پخواني ژوند او کور ته وګرځي.
موهن لال وايي: دا زړوره مېرمن همدا اوس (په ۱۸۴۱-۱۸۴۲ کلونو کې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پر مهال) په کابل کې د ډېر شهرت او محبوبیت څخه برخمنه ده.
موهن لال د امیر دوست خان له قوله لیکي: په افغانستان کې د ټولو جګړو لامل درې شیان دي چې د “ز” په توري پیل کیږي: “زن”، “زر” او “زمین”. (د امیر دوست محمد خان ژوند لیک، ژباړل شوی د ډاکټر هاشمیان لخوا، لومړی ټوک، ۶۷ مخونه، ۲۰۴-۲۰۷)
دغه داستان اوس د کابلیانو په منځ کې نه ويل کېږي او هېر شوی دی، افغاني تاريخ لیکوونکي ځکه ددې موضوع له یادولو ډډه کوي چې افغانان د ناموسي مسایلو پر وړاندې حساس خلک دي. موهن لال کېدای شي ددې لپاره دا موضوع په خپل اثر کې لیکلي وي چې امیر پرې بد نامه کړي او ووايي چې مکارمۍ کشمیر وه. په هر صورت د مکارمۍ نوم د امیر دوست محمدخان د ښځو په لېست کې یاده شوې ده. ددې ښځې نوم د معصوم هوتک په اثر «کندهاری ورونه » کې د «کرمی » په نوم ذکر شوی دی، مګر موهن لال هغه د مکارمی په نوم ثبت کړې ده.
دویمه برخه