جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغانستان د لرغونو ځایونو انلاین ننداره

د افغانستان د لرغونو ځایونو انلاین ننداره

تاند- د امریکا د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتوت له درې بعدي یا تري ډي تصویرونو څخه په استفادې د تاریخي اثارو مینه والو ته په انلاین یا مجازي ډول د افغانستان تاریخي ځایونه ښيي.

د ماساچوسیت انستیتوت دا پروژه د لیدلو لارې نومېږي او د افغانستان څلور لرغوني ځایونه یې ډیجټل سکن کړي او په دې توګه یې لیدونکو ته د هغو د لیدلو لار هواره کړې ده.

دا تحقیقاتي انستیتیوت وايي، کوم ځایونه چې دوی یې د خپل کتابتون له لارې د جون تر میاشتې مینوالو ښيي، د نړېدو له خطر سره مخامخ دي.

په دغو تاریخي ځایونو کې یو هم د بلخ د خواجه ابونصر پارسا مقبره ده چې اوس یې هم ډیره میناتوري او کاشي ورانه شوې ده.

د پروان بودايي ګنبده، د غور جام منار، او ګوهر سعد مقبره درې نور تاریخي ځایونه دي چې د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتوت یې له خپل کتابتون څخه مینه والو ته ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب