Homeخبرونهکندهار کې د ځان وژنو زیاتوالی؛ یوې ښځې ځان وژلی

کندهار کې د ځان وژنو زیاتوالی؛ یوې ښځې ځان وژلی

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )  د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په سپیني ګنبدي سیمه کې یوې ۲۲ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغې ښځې ځان ځړولی او ساه یې ورکړې ده.

د زرینې په نوم د دغې ښځې خاوند، چې د طالبانو امنیتي مسولینو نیولی، ویلي مېرمنې یې عصبي ستونزه لرله.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له کندهار ولایت څخه د ځان وژنې خبرونه په بېساري ډول زیات شوي دي.

اقتصادي ناورین، بې کاري او پر ښځو د زده کړو او کار بندیزونه په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي د زیاتیدو اصلي لاملونه ګڼأ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...