جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه سمنګان کې د څرخکې د لوېدو په پېښه کې ۲ پېلوټان...

په سمنګان کې د څرخکې د لوېدو په پېښه کې ۲ پېلوټان ووژل شول

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۱ مه) د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، نن سهار یې یوه MD- 530څرخکه په سمنګان ولایت د ټکر له کبله ولوېده.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې، دا څرخکه نن سهار  ۹ بجې د ګزمې لپاره د مزار شریف له هوايي ډګره سمنګان ولایت ته روانه شوه چې وروسته یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په سیغانچي سیمه کې د برښنا له یوې پایې سره  ټکر وکړ او وغورځېده. 

د طالبانو دفاع وزارت دا معلومات نه‌دي ورکړي چې په لوېدلې څرخکه کې وژل شوي پیلوټان د جمهوري نظام د مهال پېلوټان وو او په وروستیو کې د دوی له لوري روزل شوي پېلوټان.

د جمهوري نظام د مهال یو شمېر پېلوټان په هیواد کې پاتې شول او یو شمېر له بهره بېرته افغانستان ته راغلل چې اوس د طالبانو د حکومت له دفاع وزارت سره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...