Homeخبرونهد ایران یو پوځي چارواکی د اوبو پر سر د خبرو لپاره...

د ایران یو پوځي چارواکی د اوبو پر سر د خبرو لپاره کابل ته راغلی

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۱مه) ایران وايي یو جګپوړی پوځي چارواکی یې له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره په داسې حال کې کابل ته تللی چې د دوو هیوادونو ترمنځ د هلمند سین د اوبو د حق پر سر ترینګلتیا زیاته شوې ده.

ایراني رسنۍ د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په قول وايي چې د ایران د وسله والو ځواکونو د لویې درستیزوالۍ د پلان او عملیاتو د څانګې د ريیس بهرام حسیني مقدم په مشرۍ ایراني پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت د لوی درستیز له مرستیال حاجي مالي خان صدیقي سره وکتل.

د راپور پر اساس، د خبرو په ترڅ کې افغان لوري وویل چې له ایران سره د ښو اړیکو د لرلو هڅه کوي او په بیلابیلو برخو کې له دغه ګاونډي سره ښو اړیکو ته ژمن دي.

ایراني پلاوي هم له افغانستان سره د ښو اړیو د لرلو په اړه د ایران پر ارادې ټینګار وکړ.

د ایران او افغانستان ترمنځ په وروستیو ورځو کې د هلمند سین د اوبو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي. دا ناندرۍ په ځانګړي ډول وروسته له دې ډیرې شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي د چهارشنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان ولایت د سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ.

ایران د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی پلاوي ته اجازه ورکړي چې د کجکي بند د اوبو اندازه وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...