Homeخبرونهفرانسه: له افغانستانه د امریکا وتو د ترهګرۍ ګواښونه زیات کړي دي

فرانسه: له افغانستانه د امریکا وتو د ترهګرۍ ګواښونه زیات کړي دي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )  د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمین امریکا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په اروپا کې د تروریستي ګواښونو د بیا راپورته کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي له اې ایف پي سره خبرو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو پر څرنګوالي هم نیوکې کړي دي.

امریکايي او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه په ناڅاپي ډول ووتل، چې ورسره د افغانستان نظام سقوط او طالبان واکمن شول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د بیا پياوړتیا په اړه هم اندیښنه ښودلې او ویلي، چې یاده ډله اروپايي هېوادونه هم ګواښي.

 طالبانو د فرانسوي چارواکي تازه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ورته اندیښنې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...