جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو د تېلو د استخراج په برخه کې د مسکو د همکارۍ...

طالبانو د تېلو د استخراج په برخه کې د مسکو د همکارۍ غوښتنه وکړه

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )  د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، په کازان غونډه کې د روسیې د نفتو له شرکت څخه وغوښتل چې د افغانستان د نفتو د ساحو په پراختیا کې همکاري وکړي.

هغه په ​​کازان کې د “تاتنیف” په نوم د روسیې د نفتو شرکت له اجرایوي رییس نایل مګنوف سره په کتنه کې دغه شرکت ته بلنه ورکړه چې د افغان تیلو د پراختیا، تولید او پروسس په برخه کې همکاري وکړي.

مګانوف هم په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو ته چمتووالی وښود.

 د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د “روسیې – اسلامي نړۍ” په څوارلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې چې د مې له ۱۸مې څخه تر ۱۹مې نیټې د تاتارستان په پلازمېنه کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي وو چې د هېواد په کچه ۱.۶ میلیارده بیرله تېل او ۴۴۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز زیرمې دي.

روسیې ویلي، چې په یاده غونډه کې د طالب پلاوي ګډون، طالب رژیم ته د رسمیت ورکولو مانا نه لري.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنیدو سره، ډېرو هېوادونو او پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان پر کانونو او نورو برخو پانګونې وکړي، خو دغو بلنو ډېر لږ مثبت ځواب ترلاسه کړی.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو د ملي او نړیوال اعتبار له ترلاسه کولو پرته به دوی ته د پانګونو او تعاملاتو ترلاسه کول ستونزمن وي.

1 COMMENT

  1. زما په اند کچیری روسیه او هندوستان وغواړی نو کولای شی معدن پرځای د اوبو بندونو کې چې انرژی تولید کې ترینه کار اخیستل کیږی باید تخنیکی او مالی همکاری وکړی ځکه اوس وخت زموږ برښنا وارداتی ده نو کچیری دا بندونه جوړ شی نو زموږ هیوادوال او صنعت کاران، روغتونونه، پوهنتونونه او مدارس او مسجدونه به د روښنایی له ګټی برخمنی شي نو زموږ هیواد ته به اقتصادی او سیاسی پیاوړتیا پیدا شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب