جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهیوناما طالبانو ته؛ د مرستو د جذب لپاره نرم شئ

یوناما طالبانو ته؛ د مرستو د جذب لپاره نرم شئ

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ ) په کابل کې د یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمېت د طالبانو د موقت رئیس الوزرا د دفتر رئیس ملا ذاکر ته ویلي، چې طالب رژیم دې د مرستو د جلب لپاره ځان کې نرمښت او نړیوالو سره همکاري ومني.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د یوناما دا مقام دا هم ورته ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي، څو افغانستان ته په بشري مرستو سربېره د اقلیمي بدلون د کنټرول او د نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره د تمویلوونکو هیوادونو پام جلب کړي.

د سمېت په باور، د طالبانو له نرمښت او همکارۍ سره به د دوی په اړه د مرستندويه هيوادونو تشويشونه هم رفع شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې یوناما به د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې او په بروکسل کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې ته له نشه يي توکو سره د مبارزې او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه راپورونه وړاندې کړي او په وينا يې،  دا ډول غونډې به دوام ولري ترڅو شته ستونزو ته حل لاره وموندل شي.

طالب مقام له افغانانو سره د بشري مرستو په برخو کې د یوناما هڅې ستايلې او د دغو مرستو پر اړتيا او دوام يې ټينګار کړی.

د طالبانو منتقدین دوی د افراطي دریځونو له امله افغانستان سره په بد وضعیت کې د نړیوالو مرستو د کمښت مسوول بولي او ترې غواړي، چې د بې ځایه ضدونو پر ځای د خلکو خراب وضعیت درک او نړیوالو سره د تعامل لپاره ځان کې عاجل اصلاحات راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب