شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د استانبول هوايي ډګر د هوايي ترافیک له نظره په اروپا کې...

د استانبول هوايي ډګر د هوايي ترافیک له نظره په اروپا کې لومړی ځای لري

تاند- د اروپا د هوايي چلند موسسه وايي، اوس په اروپا کې د الوتکو تر ټولو ډیر تګ راتګ د ترکیې د استانبول هوايي ډګر ته کېږي.

دغه هوايي ډګر ته په متوسط ډول د ورځې نژدې یو نیم زر الوتنې کېږي.

د استانبول دا هوايي ډګر، چې د نړۍ یو ستر هوايي ډګر دی، په وروستیو کلونو کې جوړ شو.

د استانبول له هوايي ډګره وروسته ډېرې الوتنې د هالنډ امستردام هوايي ډګر ته کېږي چې د ورځې یوزرو درې سوو ته رسیږي. د لندن هیترو هوايي ډګر ته د ورځې یوزرو ۲۷۲ الوتنې کېږي چې درېیم ځای لري خو لندن د هیترو ترڅنګ لږترلږه ۳ نور ستر هوايي ډګرونه هم لري.

د فرانسې د پاریس شارل دوګل هوايي ډګر ته د ورځې یوزرو ۲۴۵ او د جرمني فرانکفورت هوايي ډګر ته یوزرو ۱۹۴ الوتنې کېږي چې په ترتیب په اروپا کې د الوتنو د شمېر له نظره څلورم او پنځم ځایونه لري.

په اروپا کې د کرونا وبا له پای ته رسیدو وروسته یو وار بیا هوايي سفرونه زیات شوي او تقریباً هماغه حالت ته رسیدلي چې تر کرونا وړاندې وو.

تېر کال د هوايی ترانسپورت نړیوالې ټولنې وړاندوینه کړې وه چې راتلونکی کال به د هوايی سفرونو شمېر تر کرونا وړاندې وخت هومره زیات شي.

د استانبول د نوي هوايي ډګر له لارې په کال کې ۹۰ میلیونه مسافر سفر کولی شي.

د استانبول د هوايي ډګر جوړوونکې کمپنۍ ویلي چې د دغه هوايي ډګر څلور اصلي برخې به په ۲۰۲۸ م کال کې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب