جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغان کړکېچ معلولین تر نورو قشرونو ډېر ځپلي

ملګري ملتونه: افغان کړکېچ معلولین تر نورو قشرونو ډېر ځپلي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي چې په افغانستان کې ۲.۴ میلیونه معلولیت لرونکي وګړي ژوند کوي.

اوچا زیاتوي چې مرستندویه ادارې په پام کې لري چې له دوه میلیونو معلولینو سره مرسته وکړي چې ۸۳ سلنه یې معلول دي، خو د دې کار لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

OCHA سږ کال په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، خو د وروستیو شمېرو له مخې د دغې بودیجې یوازې ۵ سلنه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو ډېرې چاودېدونکي ځمکې لري او دغو ځمکو په افغانستان کې د ۴،۹ میلیونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ماین پاکۍ ادارو د همغږۍ مرکز  مشر “نورالدین رستم خېل” ویلي وو، چې په منځني ډول په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله شاوخوا ۱۲۰ ملکي وګړي وژل کېږي او ټپیان کېږي.

د هغه په ​​وینا، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱۶ ملکي افغانان د ماین د چاودنې له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب