جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ لس خوراکي شیان چې د وېښتو د تویدو مخه نیسي

 لس خوراکي شیان چې د وېښتو د تویدو مخه نیسي

ژباړه: واحد عظيمي
تقریباً هر څوک په ژوندن کې یو ځل د ويښتانو تویدل تجربه کوي. د ويښتانو تویدل ډېر لاملونه لري؛ باور دا دی چې ځينې عمومي خوراکي توکي یې د روغتيا ساتنه او د تويدو مخنيوی کوي. د دغو خوارکي توکو په کارولو سره به پخپلو ویښتانو کې یو بدلون ووینئ او همدارنګه دا خوارکي توکي د ويښتانو له ګڼوالي (density) سره مرسته کوي.
دلته یې څو تر ټولو ګټور درښیو؛
الو ویرا:
تازه الو ویرا، په ويښتانو او د ويښتانو په پوستکي استعمال کړئ او تر مینځلو مخکې یې دېریش دقیقې پریږدئ او بیا یې ومینځئ. همدارنګه تاسې کولای شئ، چې الو ویرا د کوپرۍ یا ناریال له غوړیو او شاتو سره ګډ کړئ او د ويښتانو یو ماسک ورځني جوړ کړئ. د یادونې وړ ده چې الو ویرا د هر چا ویښتانو ته ګټه نه کوي، ممکن ځينې کسان ورسره حساسیت لري. غوره دا ده چې د ويښتانو د هر ډول درمل له کارولو مخکې يو ځل د پیچ معاينه (patch tast) وکړئ.
د کوپرې تېل:
د کوپرۍ یا ناریل غوړي ډېر ويټامينونه او منرالونه لري، چې ويښتان قوي کوي او د تویدو مخه یې نیسي. د کوپرۍ غوړي د سر پر پوستکي وکاروئ او مساج یې کړئ بیا یې څو ساعته وروسته ومینځئ.
د پیازو جوس:
پیاز په خپل ترکيب کې سلفر (sulfur) لري، چې کولای شي ويښتانو ته وَده ورکړي. د پیازو څو غوټه په میکسر کې واچوئ؛ اوبه یې د سر پر پوستکي د دیرشو دقیقو لپاره پریږدئ او وروسته یې ومینځئ.
هګۍ:
هګۍ له پروټين او بیوټين څخه ډکه ده، چې دواړوه یې د ويښتانو ساتنه کوي او وَده ورکوي. یوه هګۍ له د زیتون له يوې کوچنۍ کاشوغې سره ګډ کړئ او د سر پر پوستکي یې د دیرشو دقیقو لپاره پریږدئ وروسته یې ومینځئ.
کري پاڼې:
دا پاڼې د خواړو په مساجاتو (پوډرو) کې استعماليږي. نومړي پاڼې ډېر اینټي اوکسيډینټ (antioxidant) او پروټين (proteins) لري، چې ويښتانو ته وده ورکولی شي او د تویدو مخنیوی کوي. یو موټی د کري پاڼې د کوپرې له تېل سره ګډ کړئ، وروسته ورباندې خپل سر غوړ او مساج یې کړئ. له څو ساعتونو وروسته یې ومینځئ.
شین چای:
شین چای هم اینټي آوکسيډینټ (antioxidant) لري، چې د ويښتانو روغتيا او ودې ښې کوي. شین چای شین پر ویښتانو او پوستکي کې یې د یو ساعت لپاره پریږدئ او وروسته یې ومینځئ.
مستې:
مستې پو کافي اندازه پروبئیوټيک (probiotics) لري، چې کولای شي ویښتان قوي او وده ورته ورکړي. مستې له عسل سره ګډ کړئ او په خپلو ویښتانو او پر پوستکي يې ولګوئ له دیرشې دقیقې وروسته یې ومینځئ.
جغوندر:
جغوندر له وسپنې (iron) او اینټي آوکسيډینټ (antioxidant) باندې غني دي، چې ويښتانو ته وده ورکولی شي. د چغوندر اوبه له يوې کاچوغې شاتو سره یوځای کړئ، وروسته یې پر ویښتانو او پر پوستکي وموښئ. له دیرشو دقیقو وروسته یې ومینځئ.
انډییان انګور ( آمله):
آمله، ډېر ویټامین سي (vitamin C) لري، چې د ويښتانو د پوستکي لپاره اړین ویټامین دی. دغه ویټامین مو ویښتان روغ ساتي. د آملې پوډر د کوپرې لۀ تېل سره مېکس کړئ او بیا یې پر ویښتانو او پر پوستکي یې استعمال کړئ. څو ساعته وروسته یې ومینځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب