Homeخبرونهپاکستان کې د عمران خان د پلویانو د نیولو لړۍ روانه ده

پاکستان کې د عمران خان د پلویانو د نیولو لړۍ روانه ده

تاند: ( دوشنبه، د جوزا لومړۍ) ‏‏ ‏پاکستاني رسنۍ وایي د مۍ په نهمه په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د قهرجنو لاريونونو پر مهال يوازې پښتونخوا کې تر 800 زیات کسان د ګډوډيو په تور نیول شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ په پراخه کچه د عمران خان د پلويانو د نیول روان عمليات د اندېښنې وړ ګڼلي او له پاکستاني چارواکو څخه یې د دې لړۍ د ودرولو غوښتنه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کړې، چې د حکومت ضدو لاريونونو له پیله تراوسه یې د ګوند تر 7000 زیات فعالین نیول شوي‌ دي.

 هیومن رایټس واچ بیا د نیول شویو کسانو شمیر 4000 ښودلی دی.

ويل شوي، چې په پښتونخوا کې د نيول شویو کسانو پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو دوسيې اچول شوي او د تحریک انصاف ګوند مخکيني ايالتي وکيلان او وزيران هم پکې شامل دي.

د پاکستان حکومت د عمران خان د نیول شویو پلویانو د شمېر او برخليک په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...