پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکندهار: یو شمېر زده کوونکي د خولۍ د نه لرلو له امله...

کندهار: یو شمېر زده کوونکي د خولۍ د نه لرلو له امله ازموینوته نه دي پریښودل شوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا لومړۍ )  د کندهار د میرویس نېکه د عالي لېسې یو شمېر زده کوونکي نن له دې امله کلنۍ ازموینې ته نه دي پریښودل شوي، چې وایي سپینې خولۍ یې نه لرلې.

ځینو زده کوونک رسنیو ته ویلي، چې د ښوونځي د مسوولینو له لوري له دروازې شړل شوي او ښوونځي ته د ورتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ښوونیز نظام کې نه یوازې پر نجونو له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې بندې کړي؛ بلکې پر هلکانو یې هم قیودات لګولي، چې سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب