جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکایي سیاستوال: طالبان مو بشري مرستې د ځان لپاره کاروي

امریکایي سیاستوال: طالبان مو بشري مرستې د ځان لپاره کاروي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۸ )    د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس او یو شمېر غړي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د روڼتیا غوښتونکي دي او وایي یوه روپۍ یې  هم باید  د طالبانو د رژیم لاس ته ور نه شي.

دوی په یوه لیک کې طالبان له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې په لاسوهنې تورنوي او ټینګار کوي، چې د امریکا پیسې باید یوازې او یوازې اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

د طالبانو رژیم بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، چې دوی د یادو مرستو د ښه ترسره کیدو لپاره همغږي او زمینه سازي کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«موږ نه یوازې د نړۍوالو مرستو په هکله لاسوهنه نه کوو؛ بلکې د هغې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. زموږ څارنه یوازې په دې دلیل ده چې مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي او دغه بهیر په روڼتیا ترسره شي.»

څه موده مخکې د امریکا د مرستو د څارنې ادارې سیګار ویلي وو، چې له افغانستان سره د امریکا بشري مرستو د طالب مشرانو خیټې غټې کړي، خو د عامو افغانانو په څېرو کې د لوږې نښې زیاتې شوي دي.

طالبانو په یادو مرستو کې د لاسوهنې ادعاوې مخکې هم رد کړې وې.

د ځینو شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان ته تر دوه میلیارده ډالرو زیاتې نقدي بشري مرستې استول شوي، چې یوه لویه برخه یې امریکا متحده ایالاتو چمتو کړې ده.

د طالبانو منتقدین دا مرستې، طالب رژیم ته د امریکا رشوت بولي او ادعا کوي، چې وار د مخه په دې اړه طالبانو سره امریکا پټه هوکړه لرلې، چې په داسې مرستو به یې د رژیم بقا سره مرسته کوي.

1 COMMENT

  1. خلک د لوږې مړه شو او دا ځناور د مسلمان او طالب او فرشتې په نوم څه پیسې ځان ته وهي او نورې د پاکستان جنرالان جیبو کې اچوي. لعنت د اسلام په نوم د داسې خرو شه چې د بل د ګټو لپاره پدې بیچاره ملت مسلط شوي. د امریکا شیطان دې هم کور وران شي چې پیسې د خلکو لپاره لیږي مګر سیستم ورته نلري چې د غلو یې وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب