Homeخبرونهبلینکن د کانګریس غوښتنې ته غاړه کېښوده، له افغانستانه د وتلو اسناد...

بلینکن د کانګریس غوښتنې ته غاړه کېښوده، له افغانستانه د وتلو اسناد ورسپاري

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د کانګریس غړي به پرېږدي چې هغه اسناد وګوري چې د بهرنیو چارو وزارت ۲۳ کارکوونکو او دیپلوماتانو په ۲۰۲۱ کې لاسلیک کړي او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې د طالبانو د چټک پرمختګ د احتمال په وړاندې خبرداری ورکوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وکړ چې د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې پرېکړه وکړه چې د اسنادو د نه سپارلو په صورت کې به د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن استیضاح او سلب اعتماد کړي.

همداراز روانه اوونۍ د امریکا د کانګریس یوه مخکښ غړي د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه د ټولو مرکو د متن غوښتنه وکړه.

د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مک کال د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنځو هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د مرکو غوښتنه کړې چې له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په پروسه کې ښکېل وو.

ښاغلي مک کال په خپل بیان کې ویلي، دوی د روانو څېړنو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسیدلي چې پنځه تنه مهم معلومات لري چې له افغانستانه د بایډن د حکومت له ناورینه ډک وتل څرنګه او ولې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو، د ۴۷ نورو د ټپي کېدو، او په هغه هیواد کې چې د تروریستانو له لوري کنټرولېږي، د څه باندې زرو امریکايي اتباعو او زرګونو افغان شریکانو د پاتې کېدو سبب شو.

ده ټینګار کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ۵ پخواني او اوسني چارواکي باید بې ځنډه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره خبرې وکړي.

د امریکا د کانګریس جمهوریپال غړي په ځانګړي ډول له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو په اړه د څېړنو غوښتونکي دي چې له کبله یې ۱۳ امریکايي پوځیان د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...