جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزیر د کجکي بند د اوبو د...

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کجکي بند د اوبو د کتلو لپاره د پلاوي د استولو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۷) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې په ضمني ډول خبرداری ورکړ چې د ایران د اوبو حق د دوو هیوادونو پر اړیکو اغېز لري.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، عبداللهیان نن مازدیګر له ښاغلي متقي سره د هلمند د اوبو او نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د راپور پر اساس د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د واکمنانو له لوري د ایران د اوبو پر ورکړه ژمنتیا مثبته وبلله خو په عین حال کې یې وویل چې «د افغانستان له لوري د اوبو خوشي کول او په عملي ډول ایران ته د اوبو حق ورکول، د ایران د اسلامي جمهوریت غوښتنه ده او دا چاره د دوو خواوو پر اړیکو اغېز لري.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر د ایران د اوبو د حق د نه ورکولو او وچکالۍ له کبله د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو پرېمانو ستونزو ته په اشارې هیله څرګنده کړه چې افغانستان اوبه خوشي کړي او د ایران دغه ولایت ته د اوبو رسولو ته پام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د هلمند د اوبو د تړون د هوبهو اجرا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د اوبو د وضعیت د کتلو لپاره دې د دوو هیوادونو یوه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شي او سیمې ته دې لاړه شي.

عبداللهیان په ځانګړي ډول په دې ټینګار وکړ چې پلاوی دې کجکي ته لاړ شي او د دغه بند اوبه دې وویني.

ایراني رسنۍ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له قوله ویلي چې نوموړي د وچکالۍ او تخنیکي ستونزو په شمول د خپل هیواد ستونزې یادې کړې خو په عین حال کې یې د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند د اوبو د تړون مطابق ایران ته د اوبو د ورکولو پخلی وکړ.

دواړو خواوو د سرحدي ستونزو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دوی د برېښنا، ریللارې او سوداګرۍ په اړه هم خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب