سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+په پښتني ټولنه کې د ښځو د څادر ډولونه

په پښتني ټولنه کې د ښځو د څادر ډولونه

څېړنیزه ادبي لیکنه: محمد داود قریشي
د پښتو فوکلور ادب یوه ارزښتمنه خو هېره شوې موضوع

څادر د پښتو ادب یوه پراخه موضوع٬ د پښتني کلتور یو لرغونی دود او په پښتني ټولنه کې د ښځو د ژوند یوه اړینه برخه ده، پښتنې څادر ته خپلې ښکلا سره سره د خپلې حیا او عزت په سترګه هم ګوري. که څه هم د پښتنو د بېلا بېلو سیمو د خلکو او څادر ماهیتي څرنګوالي له مخې په مختلفو نومونو یادېږي لکه سالو٬ شال، لوپټه، ټیکری، زړوکی، څپټی، پړونی، پټو٬ شړۍ او داسې نور، خو دا ټول یو له بل سره توپير لري.

څادر ډېر پراخ مفهوم لري یعنې په ټوله کې هر هغه څه چې په سرېږي په اجمالي او ټولیز ډول ورته څادر ویل کېږي٬ همدا ډول د ماهیت او څرنګوالي له پلوه څادر لوی وي او ټول وجود پوښي/ رانغاړي؛ لکه:
مورې بخمل څادر مې راکړه – ګودر ته ځمه هلکان مې تنګوینه

په پښتني ټولنه کې معمولاً د څادر سور او شین رنګ د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره استعمالېږي او تور رنګ بیا د غم او خفګان د اظهار لپاره کارول کېږي، لکه په لاندې ټپو کې:
تر څلوېښتۍ نکریزې نه ږدو _ په څلوېښتي به خوېندې  تور څادر کې ځونه
یار چې په کور شو بیا به ګورو _ اوس مسافر دی څادر تور په سرومه

کله کله خو د پېغلو لپاره هم سور او شین رنګ کارول کېږي٬ لکه په لاندې ټپه کې:
واده کې سرې او شنې ګډېږي – زړې ټوخېږي ماشومان کراروینه

د څادر له ټولو ډولونو سره د سالو توپير په دې کې دی چې سالو هغه څادر ته وایي چې رنګ یې سور وي او پېغلې او ځوانې ښځې یې په سروي؛ همدا ډول سالو د خوښۍ په مراسمو، یا هم په کور کې د ځان سینګارولو پر مهال په سرېږي او د غم په مراسمو او ځایونو کې نه کارول کېږي لکه:
په ګودر سرې لمبې شوې بلې – چا ویل سالو دی چا ویل اور ولګېدنه
په ګودر سور سالو ښکاره شو _ ما وی دې تورو اوبو اور واخیست میینه
په سور سالو کې ګنا نشته _ ګنا جینۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه
تاج محمد خان کلي ته راغی  _ نمرو په سور سالو کې ځان سینګاروینه

پښتنې پېغلې سالو یوازې د فېشن او ښکلا لپاره نه کاروي، بلکې په حماسي ډګر کې هم غلیم سره د جګړې په مېدان کې خپل جانان ته د روحېې او د هغه د زړورتیا لپاره سالو کاروي، لکه لاندې لنډۍ:
ته په مورچل کې ځان شهید کړه – ستا په زیارت به سور سالو وغوړومه

ټيکری له څادره کوچنی او له زړوکی لوی وي او ښځیې یې زیاتره په کور کې کاروي؛ لکه:
جانانه تور ټیکری په سر کړه _ ځان مرور کړه چې جرګه درولېږمه

زړوکی تر ټیکري هم کوچنی وي چې ښځينه یې د کور په کار کې داسې کاروي چې تقریبا د سر تړلو ته ورته وي، یعنې له خپل سر څخه یې کلک تاووي او شاته کمڅۍ پکې رانغاړي او بیا یې د ډبېلۍ په بڼه په شا یا اوږو پروت وي؛ لکه:
په سر مې زوړ زړوکی ښه دی _ چې د جارو ګرد مې وربل ته نه پرېږدینه

پړونی او پوړنی چې هم د څادر لپاره کارول کېږي، د پښتو ژبې د ځینو ادیبانو له انده٬ پوړنی د پړوني یو فونیمیکي بدل شوی حالت دی چې د ماهیت او څرنګوالي له پلوه پړونی او پوړنی کوم توپير نه لري٬ خو ځیني نور بیا وایي چې ددې دواړو تر منځ توپير شته په داسې ډول چې پړونی لوی څادر او پوړنی کوچني څادر ته وایي۰ لاندې لنډۍکې د پړوني يادونه شوې ده:
که مې لالی په اختر راغی_ د سر پړونی نذرانه کې ورکومه

شال تر ډېره د ناویانو او تازه واده شویو ښځو لپاره استعمالیږي همدا ډول له واده مخکې او له کوژدنې وروسته په ناري او جوړو کې هم جینۍ ته شال په سر کوي، د رنګ له پلوه به شال خامخا شین رنګ لري او کله نا کله پکې سرې تاري لیکې هم وي٬ چې د شال په جوړښت کې د زرزري تارونو استعمال حتمي خبره ده ځکه په پښتني ټولنه کې د ناوې په سر د شال د زرینو تارونو ځلا د ناوې د بخت د ستوري په ځلا تعبیریږي او ځان ته یې په نېک پال نیسي، لکه په لاندې لنډۍ کې:
شال یې د ناوې په سر خپور کړ – رڼا یې کور کړ بختورو کره ځینه

يو بل ډول څادر چې ګل جالۍ ورته وایي او ناوې ته د واده په ورځ د ډولۍ یا د جنج موټر څخه د راکوزېدو پر مهال په داسې ډول په سرول کېږي چې ګل جالۍ د ناوې په سر وي او د ګل جالۍ له پاسه د ناوې په اوږو شال پروت وي او نورې ښځې ورته دا سندره له داریا سره وايي:
په بسم الله قدم راواخله شایسته ناوه کۍ۰
یا هم دا سندره:
پل دې بختور شه ناوې پل دې بختور شه۰

ګل جالۍ معمولاً سپينه جالي ټوټه وي٬ کله کله هم د ناوې کمیسه سره یو رنګ وي٬ ګل جالي ددې لپاره کارول کېږي چې د ناوې ښکلا له هر لوري ښکاره شي۰
د پسرلي په واوره ګله _ لکه چې شال د ګل جالۍ د پاسه وینه

ګاج څادر هم د څادر له ډولونو څخه یو ډول دی ګاج هغه ښویندوک څادر ته ویل کېږي چې ډېر نری، باریک او ظریف جوړښت لري٬ چې که د کوم چا په سر٬ وي نو د سر وېښته به یې ترې ښکاري او تر ډېره یې ځوانې ښځې او نجونې په سروي؛ معمولاً هغه کورنۍ او وګړي چې ژور مذهبي او کلتوري فکر لري د ښځینه وو له لوري د ګاج په سرول نه خوښوي۰ ګاج په لاندې ټپه کې:
د لېلا ګاج څادر په سر دی _ زه یې وړیا دیدن د تور وربل کومه

د ګاج او ګل جالۍ تر منځ توپير دا دی چې ګاج په عام ډول هر مهال کارول کېږي خو ګل جالۍ د یوې ښځې په ټول ژوند کې یوازې یو ځل د ناوېتوب په ځانګړې شېبه کې کارول کېږي او عام استعمال نه لري؛ همدا ډول له فزیکي جوړښت له پلوه د ګل جالۍ ټوټه جالي وي خو ګاج جالي نه وي مګر ډېر نازک او ظریف وي۰

لوپټه بیا هغه څادر ته ویل کېږي چې اوږودوالی او پلنوالی (سور) یې کم وي، یعنې لوپټه نسبتاً کوچني څادر ته وایي چې معمولاً یې ښار مېشتې نجونې استعمالوي، له شال سره د لوپټې ستر توپير دا وي چې لوپټه شوخ او زرزري جوړښت نه لري؛ له سیمه ییز پلوه د لوپټې لفظ په کوزه پښتونخوا کې ډېر کارول کېږي٬ لکه لاندې ټپه کې۰
په سر نرۍ لوپټه نه وړم _ درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه
ستا لوپټه زما کفن شه – چې تور لحد راباندې زیړ ګلونه شینه

شړۍ شډل بډل څادر لپاره کارول کېږي چې معمولا یې د ټولنې غریب او بې وسه پوړ کاروي، شړۍ په کلیوالي سیمو کې د په سرولو سره سره د وښو، خسو او نورو شیانو د وړلو راوړلو لپاره هم کارول کېږي؛ لکه:
ستا د ګیلاس په شان غړۍ ده – زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شینه

پټو هغه ډبل او لوی څادر ته ویل کېږي چې معمولاً د یخنۍ پر مهال یې خلک له ځانه تاووي؛ پټو وړین، تاري او پشمي ډولونه لري٬ د پټو کارونه تر ډېره د نارینه وو له خوا کېږي خو د نارینه وو سره سره ښځینه هم پټو استعمالوي البته ښځینه پټو د نارینه په پرتله کوچنی خو ظریف او نازک وي٬ د یادولو وړ ده چې ځينو سیمو کې ښځینه پټو ته هم لوپټه وایي۰
باران وهلی درته راغلم _ ما دې پټو لاندې ویده کړه خوب راځینه

سرتړونی هم د ښځینه څادر یو ډول دی چې کوم ځانګړی جوړښت نه لري خو په ځانګړي وخت کې کارول کېږي، معمولاً هغه کوچنی څادر یا لوی دسمال چې ښځې پرې د ناروغۍ او سردرد پر مهال خپل سر تړي، سرتړونی ورته وایي٬ په ځانګړي ډول د ماشوم د ولادت نه وروسته پرې ښځې خپل سر تړي۰ لکه لاندې ټپه کې:
بچی دې یو احسان دې ډېر دی _  تا سرتړوني په سر درې تړلي دینه

څپټی هم د څادر یو ډول دی٬ د ځينو له انده څپټی د (سرپټي) یو فونېمېکي بدله شوې بڼه ده٬ خو د ډېرو له انده څپټی یو خپلواک نوم دی چې په ځينو سیمو کې د څادر لپاره کارول کېږي، البته څپټی کوچني او ساده څادر ته ویل کېږي چې ښځې یې د کور دننه د کار کولو پر مهال په سروي؛ همدا ډول زړې ښځې هم په خپل کور کې څپټی په سروي، له دې سره سره څپټی تر ډېره د سرتړوني له پاسه هم په سرېږي۰
د ادکۍ د سر څپټی _ بابا تېروتی خپل بوټان پرې پاکوینه

آن کله کله پښتنې د ځان د لا محجوبیت او پردې لپاره غبرګ څادرونه هم په سروي، لکه:
لیلا په دوه څادرو پټه _ دیدن یې سخت دی زړه مې پړک له غمه چوینه

په پښتني ټولنه کې د څادر د اهمیت سره سره د څادر پلو او د پیڅکی یا پيڅکه(د څادر کونج) هم ځانګړی ځای لري، پیڅکي کې زړې او د پاخه عمر ښځې، پېسې او نور واړه شیان تړي، چې ورک ترې نه شي. کله کله د ډېر خفګان او غوسې پرمهال د خپلې غوسې د سړولو او کمولو لپاره هم ښځې پيڅکه په خپله خوله کې نیسي او پيچي یې٬ همدا ډول دمینې په شرمېندوک او متعجب حالت کې هم نجونې پيڅکه په خوله کې نیسي۰ په کلیوالي سیمو کې کله چې د څادر پيڅکه د چا مخ یا تندي ته راشي٬ نو بیا وایي چې څوک مېلمه یا د کور تللی مسافر به راځي۰
پلو مې ډک له مېوه ګۍ دی _ پيڅکي کې سل روپۍ تړلې ګرځومه
پيڅکی مې بیا په تندي راغی _ ماته ښکارېږي چې جانان به مې راځینه

پلو( د څادر یو لوری) هم د پښتنو په ورځني ژوند کې ډېر کارول کېږي، پلو د څادر یو لوري یا یوې برخې ته ویل کېږي چې معمولاً پرې ښځينه مخ پټوي٬ پر خپله سینه یې خپروي او یا هم یو څه پکې اچوي، د پلو او پیڅکي تر منځ توپیر په دې کې دی، چې پیڅکی تړل کېږي او کوچني شیان پکې ځاییږي، خو پلو نه تړل کېږي او ډېر شیان پکې ځاییږي۰ لکه لاندې ټپو کې:
دیدن په زر روپۍ ارزان دی _ پلو مې باد واخیست وړیا دې ولیدمه
څنګه خواږه خواږه راګورې_ پلو دې نیسه چې زړګی درواچومه

آن کله کله خو په عاشقانه تخیل کې د دنګو نجونو د پلو لاندې د یو چا د پټېدو امکان هم وي لکه لاندې لنډۍ کې:
یاري د دنګې جینۍ خوند کا – چې د پلو لاندې دې غلی تېروینه

کله هم د څادر د لا ښکلا او راښکون(جذابیت) لپاره د څادر په جوړښت کې نور سینګاریز توکي کارول کېږي٬ چې په داسې حالاتو کې په څادر کې کارول شویو توکو ته په کتو د څادر د نوم څخه مخکې یو بل مختاړی ورزیاتېږي؛ لکه خامه کي څادر، شمله دار څادر، ګلدوزي څادر او داسې نور۰

خامه کي هغه څادر ته ویل کېږي چې د لاسي کار ګلان او نور شیان پرې اوبدل کېږي، او په درې ډوله دی: ورېښمین څادر، سونډي څادر او ستریجي څادر۰ یعنې که د اوبدلو لپاره پکې ورېښم وکارول شي نو ورېښمین څادر دی، که د سونډ تار وکارول شي نو سونډي څادر دی او که د همدې لاسي کار لپاره سترېج تار وکارول شي نو بیا ورته سترېجي څادر وایي۰
معمولاً د خامک کار د څادر په منځنیو برخو کې وي۰

پلوي څادر هغه دی چې په دواړو پلوونو (کوچنیو ضلعو) کې سینګاریز توکي وکارول شي، دا څادر په درې ډوله دی: د مریو څادر، د ستارو څادر او خال دار څادر۰ یعنې که مرۍ پکې و اوبدل شي نو د مریو څادر ورته وایي، که ستارې پکې وکارول شي نو بیا ورته د ستارو څادر وایي او که خال پکې ولګول شي نو خال دار (خال لرونکی) څادر ورته وایي۰

په استثنایي ډول د څادر د لنډو ضلعو سره سره ځينې ښځې د څادر په اوږدو ضلعو کې هم داشیان اوبي چې په داسې حالت کې د څادر نوم کې بدلون نه راځي۰
د یادولو ده چې معمولاً ددې شیانو د اوبدلو لپاره سونډين تار کارول کېږي؛ ځکه ورته ځيني خلک سونډي څادر یا سونډين څادر هم وایي۰

د ستارې او خال توپير دادی چې خال کوچنی وي او ستاره لویه وي، بله دا چې کېدای شي یو خال په عېن وخت کې څو ډوله پړکېدونکي رنګونه ولري چې هفت رنګ(اووه رنګه) هم ورته وایي خو ستاره یو ډول پړکېدونکی رنګ لري٬ همدا ډول خال او ستاره دواړه په دوه ډوله وي، يو سوری لرونکی چې په سوري کې یې تار اچول کېږي او بل بې سوري، خو د خال سوری په منځ کې وي او د ستارې سوری په غاړه کې۰

کله هم دې څادرونو کې همدا مرۍ، خالونه او ستارې په پلوونو کې نه بلکې په ټول څادر کې کارول کېږي چې په دې حالت کې ورته پلوي (پلو لرونکی) څادر نشو ویلای خو د مریوڅادر ٬ د ستارو څادر او خال دار څادر ورته ویلای شو۰

په خال دار څادر کې کېدای شي خالونه له لومړي سره، د څادر ټوټه کې وي او یا وروسته په لاس پکې خالونه لګول شوي وي۰

شمله دار (شمله ییز څادر) هغه دی چې په دواړو پلوونو کې یې د څادر يو څو لنډ تارونه وویستل شي او د دواړو لوریو اوږدو تارونو ته غوټې واچول شي چې تارونه د شملو په بڼه جوړ شي۰

د غميو (غمي لرونکی) هغه څادر دی چې د څادر په دوه ضلعو، څلورو ضلعو او یا په ټول څادر کې غمي کارول شوي وي۰

ځونډي دار (ځونډي لرونکی) څادر هغه څادر ته ویل کېږي چې د څادر په څلورو پيڅکو (کونجونو) کې يې ځونډي کارول شوي وي۰

د شیشوڅادر (شیشه دار) هغه څادر ته وایي چې د څادر په غاړو یا منځ کې کوچنۍ شیشې کارول شوې وي۰

ګلدوزي څادر هغه څادر دی چې د څادر په دوو ضلعو٬ څلورو ضلعو او یا ټول څادر کې په ماشین ډول ډول ګلان او نور شیان په رنګارنګ تارونو جوړېږي۰

د یادولو ده چې له ګلدوزي څادر او ماشیني خال دار څادره پرته نورو ټولو دې ډول څادرونو ته(خامه کي څادر، پلوي څادر، شمله ييز څادر٬ د غميو څادر، ځونډي دار څادر، شیشه دار څادر٬ ) ته په ټولیز او اجمالي ډول لاسي څادر ویل کېږي، ځکه چې په لاس جوړېږي۰

دا  ډول ټول څادرونه د خوښیو په مراسمو کې، یا په کور کې د ځان سینګارولو پر مهال په سرېږي۰

دا چې اوس مهال ډېر کارونه په ماشینونو کېږي نو یو ډول ماشین چې د څادر څلور خواوې په تار تړي٬ چې له یوې خوا څادر ښکلی شي او له بلې خوا د څادر له غاړو څخه تارونه ونه ووځي؛ که په دې ماشین د څادر غاړې په سونډين تار وتړل شي هغه څادر ته د پيکو څادر وایي، که په همدې ماشین په یو بل ډول تار چې کوریشنیل تار ورته وایي د څادر څلور خواوې وتړل شي، دې ته بیا کوریشنیل څادر وایي۰
البته کوریشنیل کار په لاس هم کېږي۰

د پښتنو په دود او دستور کې له سره دڅادر غورځېدل او د سر د وېښتو ښکاره کېدل ډېره بده خبره ده، همدا ډول په پښتني ټولنه کې ښځینه وو ته د دعا پر مهال دا جمله ډېره کارول کېږي چې (سرتوره مه شې) یعنې (څادر دې له سر څخه مه غورځېږه) له دې ځایه معلومولای شو چې په پښتنو کې د څادر او د هغې بېلابېل ډولونه څومره ډېر ارزښت لري. لکه:
چې د حیا څادر په سر کي _ د اوړي لمر کې د مېوند جګړې ته ځینه
بې وروره شې سرتوره مه شې _ سرتورې پېغلې د مغلو خوي کوینه۰

په پورته ډول د څادر ذکر شوي ډولونه د پښتني ټولنې ارزښتونه دي چې پوهېده پرې اړين دی .
دغه راز کليوال نارینه پښتانه هم اکثره څادر کاروي خو د ښځینه وو له استعمال سره یې لوی توپير دادی چې ښځینه څادر په سروي، خو نارینه څادر په اوږه اچوي او له څادر څخه په ګڼو ځایونو کې بېلابېلې استفادې کوي، خو ددې لپاره چې لیکنه ډېره اوږده نه شي نو په دې موضوع به په یوه بله جلا لیکنه کې رڼا واچوو۰

یادونه: دا چې په نړۍ کې پښتني ټولنه تقریباً سل میلیوني ټولنه ده او همدا ډول په پراخه او رنګارنګ جغرافیا کې ژوند کوي، نو خامخا به د څادر لپاره نور نومونه هم وي٬ له دې سره سره کېدای شي دا نومونه چې په دې لیکنه کې په کوم کېفیت او ماهیت ذکر شوي٬ کېدای شي چې په ټولو سیمو کې یو ډول نه وي او توپير ولري۰

دا مقاله د څېړنې په ساحوي مېتود لیکل شوې ده چې په اړه یې د لاندې اشخاصو سره یا مرکې ترسره شوې او یا یې هم په دې لیکنه کره کتنه کری ده:

صمیم، محمد آصف
همدرد، شېرشا
وفا، محمد داود
س شمس قریشي
ت زرینه شینوارې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب