Homeخبرونهد عمران خان کور بیا پولیسو محاصره کړی

د عمران خان کور بیا پولیسو محاصره کړی

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۷ )   د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان کور یو ځل بیا د دغه هېواد د پولیسو لخوا محاصره شوی.

عمران خان په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دا یې ښایي د بیا نیول کیدو څخه مخکې وروستنی ټویټ وي.

هغه خبر ورکړی، چې پولیس يې د کور شاوخوا ته رسیدلي.

عمران خان او د پاکستان حکومت د نوموړي د بیا نیول کیدو د قضیې په اړه څه نه دي ویلي.

خان ظاهراً د مالي فسادونو په قضیه کې تورن دی او د نیولو هڅه یې روانه ده، خو هغه دا هڅې د ځان خلاف سیاسي دسیسې بولي او خپل مخالف سیاستوال او د پوځ مشر په دې دسیسه کې ښکېل ګڼي.

د پاکستان پوځ او حکومت بیا د هغه تورونه رد کړي.

د خان د تېر ځل له نیول کیدو وروسته پاکستان کې د نوموړي پلویانو قهرجن لاریونونه وکړل، چې مرګ ژوبله او مالي زیانونه یې واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...