دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهداودزی: د نظام سقوط سره هم مهاله پاکستان د ځینو سیاستوالو ژغورل...

داودزی: د نظام سقوط سره هم مهاله پاکستان د ځینو سیاستوالو ژغورل هم پلان کړي وو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۸ )  د پاکستان په چارو کې د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي ویلي، چې پاکستان د جمهوري نظام له سقوط سره هم مهاله، د ځینو افغان سیاستوالو د ژغورلو پلان هم برابر کړی و.

هغه په یوه مرکه کې وویل، چې د جمهوریت د سقوط پر ورځ پاکستان ته د یو شمېر سیاسی مشرانو سفر د همدې لپاره پلان شوی و، چې دوی د طالبانو له ګواښه وژغورل شي.

داودزی زیاتوي، چې دغې غونډې ته دی د نظام د رسمي استازي د دندې له لرلو سره بیا هم نه و بلل شوی، چې پاکستاني لوري ته یې له دې امله اعتراض هم کړی و.

عمر داودزي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

د جمهوري نظام د سقوط پر ورځ د طالبانو یو لوی شمېر پخواني مخالف جنګسالاران په دې نوم، چې ګواکې طالبانو سره به د پاکستان په کوربه توب مذاکرات وکړي، اسلام اباد ته لاړل.

ویل کیږي، چې دوی له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته ووتل او لا هم پاکستان سره ښې اړیکې لري.

1 COMMENT

  1. دا خبره لکه لمر داسي ښکاره وه. کنه له یوه کوره درۍ کسان په سیاسي غونډو کې څه غوښتل، بل دا کسان يي خپل ایجینټان ول ور ويي غوښتل او لاړل. که ددوئ دمرګ ویره وه نو بیا ولي د نورو لکه عبدالله اوکرزي د وژلو ویره نه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب