جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې یو عمر خوړلی سپین ږیری طالبانو ډبولی

پکتیکا کې یو عمر خوړلی سپین ږیری طالبانو ډبولی

تاند:( جمعه ، د حمل ۲۵ )  د پکتیکا د خیر کوټ ولسوالۍ د زیړي کلي یو سپین ږیری، چې له سر څخه یې وینې دارې وهي، ادعا کوي چې یوه ځایي طالب ډبولی دی.

دغه سپین ږیري په رسنیزه شوې ویډیو کې یې ویلي، چې وهونکی یې د جان نثار په نوم یو سیمه ییز طالب دی.

 نوموړي د دغه کار د علت په اړه څه نه دي ویلي.

یاده ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې او توند غبرګونونه ورته ښودل شوي دي.

دیني عالم او په جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند مولانا رحمت الله اندړ د دغې ویډیو له خپرولو سره لیکلي: (( مالومه نه ده چې ولي يې وهلی دی، خو که قضيه هر ډول وي، د سړک پر سر، له محکمې پرته د سپينږيري دغسې وهل نه دين او نه کلتور ايجابوي.”له ولسه ووځی، خو له نرخه يې مه وځئ”))

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې له خلکو سره د طالبانو د ورته چلندونو اسناد زیات شوي او توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

2 COMMENTS

  1. وهل د انسانی کرامت ته سپکاوی دی او ددوی په عربي دین کې هم منعه دي ، وهل که د اندړ په خبرو يا نورو دلګانو وی انسانیت ندی، وهل دجاهلانو کاردی ، محکمه ددې کار لپاره خاصه وظیفه لري او د څارنوالي په شمول بندیخانه او یا د نغد و پيسو جرم ورته ټاکي ! نالت ددوی په دا غلط دین !!

  2. د ترهګرو او منفورو اشرارو پلویان دې نه لولي:
    اسلام سپڅلې اسماني دین دي چې دي عقیده لویه برخه یې په منطقي دلایلو، اسماني نازل شوی ایاتو، او پاتې برخه یې د رسول ص په مبارکو احادیثو او اصحاب الرسول ص په روایاتو ولاړ دي.
    د حقانیه او بغدادیه مدرسې اسلام له اصلي اسلام سره کاملآ مغایرت او ټوپیر لري او له یو بل سره په ټکر کې دي. د مثال په ډول اسلام کې لواطت، وژل، قتل، غارت، ظلم، استبداد او جاسوسي نا روا دي، خو ترلیبان په همدغو اعمالو کې غرق دي. تاسو فکر وکړي د حقانیه مدرسې هغه ناولي مشر په داسې حالت کې مردار وموندل شو چې د شرابو بوتل، د جنسې غریضي د زیاتولو ګولي او د بغۍ پاکټونه یې په میز کې موجودي ول. اوس که له ترلیبانو وپوښتې چې دا څه دي ، نو دوې به په ځواب کې درته اووایې چې دا خو ولی او اولیا وو، او دا د منکر اتو وسایل ورته له اسمان نه په پارسل کې راتلل. دا خلک باید نور پرینښودل شي چې اسلام بد نام کړي.
    دا منحوث حشراتو پنجاب ته خپل وطن چې د مور حیثیت لري تسلیم کړي او نه پرې شرمیږي، د یو سپین ږیري بې احترامي جرم له کبله باید له دغو ګیله ونه سئ. د دغو حشراتو علاج واضح دي، دوا پاشي قصه ختمه، او ملت او انسانیت بې غمه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب