جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهشېخ دلاور: چین پر افغان کانونو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونې ته چمتو...

شېخ دلاور: چین پر افغان کانونو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونې ته چمتو شوی

تاند:( جمعه ، د حمل ۲۵ )   د طالبانو د رژیم له لوري د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور ادعا کوي، چې   یوې چینايي کمپنۍ د لیتیم د استخراج په برخه کې، پر افغان کانونو د ۱۰ میلیارده ډالره پانګونې چمتووالی ښودلی.

د شېخ دلاور دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه چینایي شرکت استازي یاده خبره شېخ دلاور ته د لیدنې پر مهال کړې.

سرچینه زیاتوی، چې له دغې ژمنه شوې پانګونې سره به په مستقیمه توګه ۱۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه او یو میلیون کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

شېخ دلاور ویلي: د ليتيم کانونه په نړۍ کې يو له نادرو کانونو څخه دى، چې افغانان یې لري او ورڅخه د ژوند د ښه کیدو لپاره یې ډېر هیله من دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دغه چینايي شرکت ویلي چې که له دوی سره د لیتیم د استخراج قرارداد لاسلیک شي، دغه شرکت به د اوو میاشتو په موده کې د سالنګ تونل له سره ورغوي او بل تونل به جوړ کړي.

دغه راز دغه شرکت ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د دغه کان د چمتو کولو ټول پړاوونه نهايي کړي او د دې کار لپاره به د برېښنا بند جوړ او د نورستان، کونړ تر لغمان لویه لاره پخه کړي.

د افغانستان وروستي ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د جرمني له پخواني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر څخه غوښتي وو چې د جرمني د موټرو شرکتونه دې د سویلي سیمو د لیتیم له کانونو د استفادې د څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي.

 چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په عملي توګه د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته داخل شوی دی.

 تر دې وړاندې د طالبانو رژیم د امو بحیرې په حوزه کې چې درې ولایتونه، سرپل، جوزجان او فاریاب په کې شامل دي، د نفتو د استخراج تړون هم له یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.

له دې سره، په افغانستان کې امنیتي ننګونې، په ځانګړي ډول پر داسې پانګونو د داعش ډلې د بریدونو اندیښنه هغه څه دي، چې چین یې د پانګونو د زیاتوالي لپاره اندیښمن کړی.

ځينې شنونکي بیا وایي، چې امنیتي اندیښنې جدي نه دي، خو چین د دې لپاره چې طالبان د خپلو ژمنو د نه عملي کولو لپاره تېر باسي، په ورته اندیښنو افغانستان کې پانګونه نه کوي.

2 COMMENTS

  1. دلاوره جاهله په قطر کې ستا وینا د ښځو دتعلیم او پوهي په هکله انساني اوبشري عنعنوي وه خو کله په چوکۍ کشیناسې اخلاقي پسکې د واچولې او په خپلو خبرو منکر شوي او د قنداري امیرالشیاطین څټ ته ودرېدې ! اوس دواړه د isa ترانې عملی کوۍ !!

  2. په والله قسم همدا نن یوې چینایی راته وویل چی چین افریقا کی هم پانګونه کړې او هر چری چی پانګونه وکړی هغه ځای ټول تباه کوی. له چین څخه هیڅ وخت توقع ونکړی که چین یوه روپی تاسو ته درکوی په عوض یی شل له تاسو بیرته رانیسی. بیا اوس تر هغو چی طالبان سړی نشی هیڅکله به هیڅ هیواد دوی سره راکړه ورکړه ونکړی څه رسه ستر قرار دادونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب