شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهحنا رباني طالبانو سره د نورو هېوادونو د اړیکو غوښتنه وکړه

حنا رباني طالبانو سره د نورو هېوادونو د اړیکو غوښتنه وکړه

تاند:( جمعه ، د حمل ۲۵ )   په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر د پنجشنبې په ورځ د سمرقند په غونډه کې وویل چې افغانستان له سخت بشري ناورین او د اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دی.

نوموړي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په راتلونکي کال کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو نښې شته.

رباني د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان او طالبانو په اړه پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

دغې پاکستانۍ چارواکې وویل ، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د کابل او نورو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې زیاتې کړي دي.

 رباني د طالبانو پر وروستیو پرېکړو د خواشینۍ په څرګندولو سره له غربي هېوادونو وغوښتل چې افغانستان دې هېر نه کړي.

 رباني زیاته کړه: موږ د متقابلو ژمنو پر بنسټ متوازن چلند ته اړتیا لرو. د پیوستون او همکارۍ روحیه باید له افغانستان سره د نړۍ د تعامل بنسټ وي.

په دغه غونډه کې حنا رباني له افغانستان څخه د ترهه ګرۍ د ګواښ په اړه د اسلام آباد ادعا یو ځل بیا تکرار کړه او وې ویل: پاکستان او د افغانستان نور ګاونډیان له دغه هیواد څخه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د پاکستان داسې ادعاوې طالب رژیم رد کړي او ویلي، چې د افغانستان له خاورې د نړۍ هیڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پيښ شوی.

د سمرقند غونډه پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کښې د ایران، چین، روسیې، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او استازیو په شتون سره جوړه شوه.

په دې غونډه کې چین، روسیې او پاکستان نورو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

5 COMMENTS

  1. رباني زیاته کړه: موږ د متقابلو ژمنو پر بنسټ متوازن چلند ته اړتیا لرو. د پیوستون او همکارۍ روحیه باید له افغانستان سره د نړۍ د تعامل بنسټ وي.
    پوښتنه
    دا به څنګه د پيوستون او د متقابلو ژمنو متوازن چلند وي چې د ازبکستان پاکستان په ريلوي ليکه کې افغانستان د پول بڼه لري چې دواړه هېوادونه به ترې ګټه اخلي، خو د افغانستان خپل مالونه په کراچۍ کې نه پرېښوول کيږي او په واګه کې خو هډو برخه نه راکوي، نو طالب څه شي ته خوشاله دی؟
    ان تر دې چې د افغانستان مالونه ستاسې په هغه ترانزيت کې هم د انتقال حق نه لري، نو طالبان هسې وچې ګنډيرۍ ته خوشاله دي چې خوندونه به يې تاسې او ازبکستان تېروئ او هسې تش پوټکی مو طالبانو ته پرېښی؟
    د طالب خو خپله يآده نه ده او د بل چا ته غوږ نه نيسي دا ځکه چې د اکوړې په مدرسه کې ورته اذان شوی او هماغه يې په غوږو کې دی.

    • دغه افراد ، د بیغیرتۍ په ټوک، وظیه اودروېزه لوی شوي چړیان د هیچا زامن هم ندي ، مونږ یې ټول وشرمولو ، اسلام او افغانستان یې برباد او د isi یې زړه یې خوشاله که !

  2. غریبی ده نن مو یو یو جانان بس دۍ
    که د ښکولو ارزانی شوه بیا به ګورو.

    تاسو په شان خو بختور نیو چه د دنیا دوهم متفکر ولرو.
    زه موږ به هم خپل تر وسه کوشش کوو.

    • طالب جانه تاسې خو چړیان لرۍ د ښځو انساني حقوق خو ورکړۍ ! اقتصاد بیله ازادي څخه خا صه مانا نلري!

  3. ترکمنستان،ازبکستان ، تاجکستان، پاکستان داشول څلور ستانه جمع ایران ، چین اوروسیه .داټول مفلس خوشاله دی مفلس سیاست حاله هم دی داوخت اړه لری چې سیاسی دګر ته راووځی درې نیم او نیمکله ستانه خو لا تراوسه دروسیې غړوندی په غاړه لری. حنا دې دخپلو نکرزو غم وخوری ښڅې فطرتا چې خپل او خپلوان یا دوستان ووینی نو سمدلاسه وایی الله خورې دارنګ دې ولې دومره زېړ شو ی داڅه درباندې شوی ناروغه خو به نه یې.کهر هم دا لوبه کړی ده هههههه
    ده دافغانستان سیاسی بعد ته له همدې نقل قوله ګوری خپل ګپ ولی ایا حنا ته دېبلو ماتیک اخلاق دغه اجازه ور کوی وایی در ترا میګویم دیوار تو بشنو!خورکه په زغرده داسلام اباد ادعا لری.کهر ته خطره نشته دافغانستان هر ځای کې ورته سکون شته، هیله کیږی چې دغه سوچ بیرته اسلام اباد ور سره یوسی. داسلام اباد د اقتصادی حالت او داوسنی باکستان غم دې وخوری. موچی وایې که دومره نر وای خپل خان ته به یی سوګلې جوړې کړې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب