یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهثمرقند غونډې په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

ثمرقند غونډې په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند:( جمعه ، د حمل ۲۵ )   د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه پرون د سمرقند په ښار کې د یوې اعلامیې له خپرولو سره پای ته ورسیده.

په دې غونډه کې د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم بلل شوی و.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو د غوښتنې ترڅنګ له نیشه یي توکیو، تروریستي خطرونو، له بشري ناورین سره پر مبارزې او افغانانو ته پر مرستو رسولو او د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ملا متقي سره د ستړي مه شي پر مهال هم له نوموړي پوښتي، چې ۲۱ میاشتې یې د ټول ګډونه دولت د جوړیدو لپاره انتظار کړی، هغه موضوع څنګه شوه.

د ایران د وزیر دغه چلند او پر وړاندې یې د ملا متقي بې ځوابي د یو شمېر افغانانو غبرګون سره مخ شوې ده.

یو شمېر منتقدانو ویلي، چې طالبانو په افراطي پریکړو هم د افغانستان دننه د خلکو ژوند ترینګلی کړی او هم یې د باندې د دغه هېواد اتوریته سخته خرابه کړې، چې نه د طالبانو رژیم څوک په رسمیت پېژني او نه د یوې احترام وړ ډلې په څېر چلند ورسره کوي.

4 COMMENTS

  1. دغه وزیر کومه لاسته راوړنه لري؟
    آیا هیواد چا په رسمیت وپيژندو؟
    آیا بهرنیو هیوادونو سفارتونه او په بهر کې افغان سفارتونه د دنیا په هر ګوډ کې فعاله دي؟
    آیا پاکستان چې د دوی لپاره فعاله دیپلوماسۍ استازیتوب کوي،د دوی واکمني په رسمیت پیژني؟
    د بهرنیو چارو وزیر په توګه کومه بهرنۍ چاره زموږ د هیواد د تیر په نسبت غورې او بهرتې خواته تللې؟
    د پاکستان، ترکیې او ایران لخوا د افغان کډوالو سره د غیر انساني سلوک او تشدد پر وړاندې وزیر صاحب شله او مړه ډیپلوماسي لرله، ولې یې تګلاره جوړه نه کړه؟ دغه چاره به تر کومې همداسې روانه وي؟
    نړیوال رسمیت پیژندنه ولې لومړیتوب ندی؟
    وزیر صاحب ولې تش په نوم خپلې چوکۍ ته خوښ دی، په داسې حال کې چې افغانستان د سیمې ، نړۍ او آن په ګاونډ او اسلامي نړۍ کې خپل حیثیت له لاسه ورکړی دی؟

  2. بیا غواړي سي د پکولیانو رذیلانو خره سپرلیانو حکومت وي.؟ او د لعنتي اشرارو بیا غوبل وي ، نه تر هغوی طالب زر ځله ښه ده. د وخت په تیریدو به یو څو هیبتي ملایان مردار کړي دوی به سم سي. 😡

    • که دوی د ښځو حقوق ورکړي او هیبتیان لرې کړي دا به په مونږ د اختر ورځ وي ! داچې مونږ داخلي دوښمنان لرو او هغوی تاریخي او میدیا یې خپله مرداره څیره ښکاره کړې ده او ښکاره کوي یې نو ددوی په ورکېدو به پښتانه له قدرته بیخې لرې او د اپارتاید په دود به ژوند کوي ! نو دا لوبه بیا له جنوبه شمال ته شروع او اخر به د افغانستان تقسیم وي !! سوال دادیچې. دپاکستان رول به څه وي ؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. د پکولیانو نه مو توبه ده او بیا هیڅکله یې بیرته نه غواړو مګر سپګن مو هم ډیر بد راځي. دا اوږدې د سپګو ډکې څڼې او اوچتې پینڅې چې د کوټي غوندې لینګي دې ښکاري د کومو خلکو یا دین ښکارندوي کوي؟ خدای ته وګورئ لږه سلیقه او څهره برابره کړئ چې د انسان په شکل ښکاره شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب