جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټام ویسټ په قطر کې د افغانستان په اړه لیدنې کتنې پیل...

ټام ویسټ په قطر کې د افغانستان په اړه لیدنې کتنې پیل کړي

تاند:( شنبه ، د حمل ۲۶ ) د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان په اړوند خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د یاد شوي هېواد له صدراعظم ډاکټر مطلق القحطاني سره د لیدنې او خبرو خبر ورکړی.

ویسټ په خپل ټویټ کې قطر خپل ستراتیژیک ملګری بللی او ویلي، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتنې او د خلکو له حقونو د دفاع لپاره کار کوي.

په ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسی مرستیال حکمت خیل کرزي له ویسټ سره د لیدنې خبر ورکړی.

خلیل کرزي په دغه لیدنه کې د نجونو د زده کړو د ژر پيل، د ښځو د دندو د بیرته پيل او د ملي خبرو د ترسره کیدو پر اړتیا د بحث خبر ورکړی.

 ویل کیږي، چې ویسټ به له دوحې څخه ترکیې ته هم ځي او هلته به یو شمېر طالب ضدو سیاسي څېرو سره ویني.

د امریکا د ورته هڅو په اړه افغانان خوشبینه نه ښکاري، ځکه په باور یې دغه هېواد له یوه لوري د طالبانو په بیا واکمنولو کې اصلي رول درلود او په عین حال کې اوس د طالبانو او مخالفانو دواړو ملاتړ یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...