دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان ته د بشري مرستو پر استولو بیا کتنه کوو

اروپايي ټولنه: افغانستان ته د بشري مرستو پر استولو بیا کتنه کوو

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ ) د طالبانو د افراطي پریکړو او چلند په دوام، اروپایی ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو د استولو پر دوام د بیا کتنې خبر ورکړی.

د دغې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مسوول جوزپ بوریل ویلي چې ژر به په دې اړه د اروپایي ټولنې په یوه ځانګړې غونډه کې بحث او خبرې وشي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د اصولو له مخې یې افغانستان ته استول کیدونکې مرستې یې باید د جنسيت له پام کې نیولو پرته ټولو اړمنو خلکو ته ورسول شي.

 طالبانو د ښځو پر وړاندې د افراطي پریکړو په دوام، په وروستي ګام کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي دندو ته له تلو منع کړي، چې په نړیواله کچه توند غبرګونونه یې پارولي.

اروپايي ټولنه، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان سره دوهم لوی مرستندوی بلاک دی، وايي د طالبانو دغه بندیز به ۲۸ میلیونه خلکو ته، چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، بشري مرستې ګډوډې کړي او ښځې به په ډېر زیانمنونکي حالت کې راولي.

د ملګرو ملتونو تر څنګ اروپايي ټولنه هم پر طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره دغه بندیزونه لرې کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغه کړنه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې له نورو نړیوالو همکارانو سره همغږي دي چې په دې برخه کې نور ګامونه واخلي.

طالبانو د خپلې دغې پریکړې په دفاع څه نه دي ویلي.

خلک اندیښمن دي، چې د طالبانو دا ډول چلند به افغانستان لا نور منزوي او په ځانګړي ډول د اړمنو خلکو ناورین ځپلی ژوند اغېزمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب