یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهضیا الحق امرخېل له ولسمشر غني سره د تازه لیدنې جزیات په...

ضیا الحق امرخېل له ولسمشر غني سره د تازه لیدنې جزیات په ډاګه کړل

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ ) په جمهوري نظام کې د ننګرهار وروستي والي او د ولسمشرغني سلاکار ضیا الحق امرخېل په متحده عربي اماراتو کې له ولسمسشر غني سره د خپلې وروستۍ لیدنې جزیات په ډاګه کړل.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې دغه لیدنه یې څو میاشتې مخکې کړې او لیدنه یې ټوله شخصي وه.

امرخېل ټینګار وکړ، چې د جمهوري نظام د سقوط ټوله پړه پر ولسمشر اچول بې انصافي ده، ځکه په وینا یې د نظام په سقوط کې د ټولو قشرونو مخکښانو، رسنیو او حکومتي چارواکو غفلت کړی.

هغه د ولسمشرغني روغتیایي او رواني وضعیت ښه وباله، خو ویې ویل په لیدنه کې یې پر روان وضعیت او سیاسي مسایلو خبرې نه دي کړي.

امرخېل دغه راز وویل، چې په کابل کې له اوسیدو سره بیا هم جمهوري غوښتونکی دی او د تفاهم له لارې د ټولو په ګډون مسوول او ځواب ویونکی نظام جوړیدل غواړي.

د ده په وینا، لا هم کابل کې دی او د ټولنیزو  او سیاسي فعالیتونو له لارې په هېواد کې د سولې او د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کیدو لپاره هڅې کوي.

د امرخېل څرګندونې د یو شمېر خلکو له هرکلي سره مخ شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب