یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهخوشال سعادت: له مقاومت جبهې جلا د طالبانو خلاف ملي لید لرونکې...

خوشال سعادت: له مقاومت جبهې جلا د طالبانو خلاف ملي لید لرونکې جګړه پيلوو

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ )  د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د افغان ځواکونو یوه مطرح جنرال خوشال سعادت د طالبانو خلاف د ملي لیدلوري لرونکې جنګي ډلې د موجودیت اعلان وکړ.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې یو نیم کال فرصت طالبانو ته کافي و، چې وښيي دوی اصلاح شوي او حکومتولي کولای شي.

د هغه په باور، طالبان په دې کار کې ناکام او د پراخو بشري سرغړونو، د واک د انحصار، د ښځو د حقونو د نقض او ملاکراسۍ سبب شول.

جنرال سعادت زیاتوي، چې دوی د جمهوري نظام له ډېرو بهر مېشتو امنیتي منسوبینو سره په اړیکه دي او د طالبانو خلاف د جګړې لپاره یې منسجم کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې جنرال سمیع سادات د دوی په استازیتوب تاجیکستان ته ولاړ، څو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې سره د ګډ کار په اړه وغږیږي، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.

سعادت وویل، د جمهوري نظام امنیتي منسوبین که له یوه لوري غواړي ملت د طالبانو له استبداد څخه وژغوري، خو بل لور ته غواړي پوه شي، چې دوی او نور قوتونه د کوم هدف لپاره جنګیږي؟

هغه ټینګار وکړ، چې د دوی هدف له پلان شوې جګړې څخه د ملي ارزښتونو ملاتړ دی، څه چې په باور یې د مقاومت ډلې ورته په دې اړه قناعت ورنه کړای شو.

د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست مخکیني مرستیال د مقاومت جبهې په اړه وویل، چې موخې او ترکیب یې ملي نه وې، ځکه دوی د جلا فعالیت پریکړه وکړه.

خوشال سعادت دغه راز وویل، چې دوی د طالبانو خلاف د عصري او په خاص ډول ټیکنالوژیکې جګړې په ترسره کولو کار کوي او داسې به نه وي، چې طالبان د دوی د وژلو لپاره په غرونو کې وګرځي.

د هغه موخه له دې خبرې ظاهراً د مقاومت ډلې جنګي فعالیتونه وو، چې د پوځي شنونکو په وینا کلاسیکه بڼه لري او طالبان یې له همدې امله د ډېرو وسله والو په وژلو او ځپلو بریالي شوي.

طالبانو د خوشال سعادت د جګړې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ورته اعلانونه یې بې ځایه تبلیغات ګڼلي او ویلي، چې څوک یې پر ضد د جګړې کامیابولو وس نه لري.

له دې سره، یو شمېر خلک طالبان د افراطي کړنو د دوام او د یوه ملي او منتخب نظام د جوړیدو د مخنیوي لپاره په هېواد کې د جګړې رامنځته کولو عامل بولي.

8 COMMENTS

  1. د طالبانو په نظام کی د نیمګړتیاوو سره سره بیاهم ستاسو تر جمهوریته ډیر منظم او پیاوړی ده.
    فساد زبرځواکی، خیانت ظلم او هر هغه بد چی د انسان په ذهن کی ور ګرځی ستاسو د په اصطلاح جمهوری نظام ستنی وی، همدی ټولو ناخوالوته طالبانو دپای ټکی کیښود.
    ملت تاسو رټلی یاست ، که یی نه منی نو بیا راشی د ملت مینځ ته ، سر به مو خلاص شی

  2. جنګ به داعش او GHQ کوي تاسې به د جوکرانو غوندې په کې یوځل بیا دخپل پر ضد وکارول شی خو مطمن یم چې دا ځل تاسې ته چانس نشته، هسې خوار ولس مه وژنی.

  3. ملت ستاسو خخه سخت نفرت کوی تاسو تجربه ورکره سخت ظلمونه مو وکرل. که امارت فقط یو مسایل سم کری لکه د اناثو کار او تعلیم، اهل کار تقواداره متخصصین گمارل، یو شانته په تولو قانون او شریعت تطبیق نور باور وکری د و افغان بی اتفاقه ملت لپاره بهترین مدل د حکومت داری دی.

  4. تالب په هغه لار روان دی چی د نابودۍ کندو ته به ځان خپله وغورځوی. خوشحال سادات او یا نور تالب ضد اشخاص یا ډلی باید د جګړی میدان ته راونه وځی که څه هم تالبانو نوری ټولی سوله ایزه لاری د افغانانو په مخ تړلی دی.

    د جګړی پایلی افغانستان او افغانانو ته پرته له کړاونو او بدبختۍ نور څه نشی ورکولی. تالبان هم پدی پوهیږی چی افغانان د جګړو نه ستړی شوی دی او که تالبانو ورباندی هرڅومره سرچپه لوبی وکړی او ټول بنیادي انسانی او اسلامی ارزښتونه يی د خپو لاندی کړی په مقابل کی يی پاڅون نشی کولی.

    د تالبانو د نابودۍ یوازینۍ لار داده کومه چی تالبانو د ځان لپاره خپله انتخاب کړی چی ملت داسی بیزاره کړی چی د څو کلونو په موده کی افغانان يی په طبیعی ډول استراق کړی او ولس او هیواد تری د تل لپاره وزګار شی.

  5. دا وړۍ نه شړۍ کیږي. تاسو دواړو ساداتانو باندې څوک اعتبار نلري او هر څوک مو چې تر شا ولاړ دی او یا یې تشویق کړي یاست هغه هم راته لاعلمه ښکاري. تاسو په شرابیانو او رشوت خورو مشهور شوي یاست او زمونږ په معاشره کې دا دواړه خویونه منفي او د کرکې وړ دي. بله لویه اشتباه چې تاسو کړې هغه داده چې د پخوانو متنفرو څهرو سره مو لومړی کتلي لکه احمد مسعود او داسې نور نو ددې نه معلومیږي چې تاسو قدرت طلب یاست نه وطندوست، یواځې ددې لارې مشهورتیا او دولت حاصلول غواړئ. د طالب نه افغانان کرکه لري مګر د جنګ نه بیا زیاته کرکه لري.

  6. ته خو اصلاً شرم نه لرې
    تر اوسه د لا بوی پاتی دۍ.
    تاسو کی د سړی زوې همغه یو بابا وو چه تر سپیګمو مو راوستۍ وو.
    پوښتنه می ترې کوله چه خفه خو به نوی په جمهوریت پسې؟؟
    ویل یې جمهوریت په توپ وله.
    ایله مې د زړه آرمان وخوت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب