جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پریانکا چوپړا له جان سینا سره فلم کې کار کوي

پریانکا چوپړا له جان سینا سره فلم کې کار کوي

داودجبارخیل
د بالیووډ او هالیووډ مشهوره هندۍ اداکاره پریانکا چوپړا به ډېر له مشهور ریسلر او د هالیووډ اداکار جان سینا سره په فلم کې ولیدل شي، چې مینه وال هم ورته په بې صبرۍ په تمه دي.
پریانکا چوپړا په ټولنیزو رسنیو کې د خپل راتلونکي فلم په اړه مینه والو ته خبر ورکړی او ویلي دي چې له جان سینا سره په فلم کې کار کوي چې ادریس البا به هم په دې فلم کې کار وکړي.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، پریانکا چوپړا او جان سینا به په (هیډ آف اسټیټ) کې یوځای ولوبېږي او د فلم شوټینګ به په میې میاشت کې پیل شي، خو د هغې د خپریدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دې تر څنګ جان سینا هم په ټولنیزو رسنیو کې د فلم او د فلم د کاسټ په اړه خپل نظر شریک کړی او په دغه فلم کې یې پریانکا چوپړا ته هرکلی ووایه.
له هغې وروسته پریانکا چوپړا له جان سینا څخه مننه وکړه او په فلم کې یې کار کولو ته خپله  لیوالتیا هم څرګنده کړه. هېره دې نه وي چې پریانکا چوپړا تر دې وړاندې د هالیووډ په ګڼو فلمونو کې کار کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب