یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد بامیان مخکینی والي جنرال وحدت هېواد ته ستون شو

د بامیان مخکینی والي جنرال وحدت هېواد ته ستون شو

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ ) له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د رژیم د تماس کميسيون وایي، چې د دغه کمیسیون له لارې په جمهوري نظام کې د بامیانو والي ډګر جنرال غلام علي وحدت له ترکیې څخه خپل هېواد ته راستون شو.

یاد شوي کمیسیون په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

کمیسون دغه راز ویلي، چې د جمهوري نظام پر مهال، د ننګرهار امنیه قومانداني د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت کارمند رحمت ولي همت هم د دغه کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شو.

طالبان ادعا لري، چې تراوسه شاوخوا ۵ سوه مخکیني لوړپوړي او ټیټ پوري دولتي منسوبین هېواد ته ستانه شوي.

خو د طالبانو منتقدین د دوی یاد شوی کمیسیون سمبولیک او د ستنیدونکو کسانو موثریت بې اغېزې بولي او وایي، چې طالبان در ګرده له دولتي ادارو مسلکي متخصصین دوی سره د نه تړاو له امله ګوښه کوي او پخواني دولتي منسوبین او خپل منتقدان وژني او شکنجه کوي.

طالبان په دې اړه تورونه بې بنسټه بولي.

2 COMMENTS

  1. نورالله
    زه نه پوهیږم د دوئ ستنیدل به څومره اغیزمن وي. همدا نن یو چا راته وویل: چې په دې اونۍ کې شاوخوا، اوه سوه کسان چې په هوايي ځواک کې يي دندې لرلې له خپلو دندو شړل شوي دي. نور نو خدای خبر …

  2. په ظاهره دباغیانو شمیره کمیږی. دا ښه کار دی. خو بیا هم ددی خلکو تعقیب په کار دی چی له داخله تخریب پیل نکړی.
    جمبوری نظام خو دغلو او بیلیاقته خلکو کور وو. طالبان ددواړو مخالف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب