دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بندیزونو دوام؛ طالبانو دا ځل هرات کې انټرنیټ کلپونه وتړل

د بندیزونو دوام؛ طالبانو دا ځل هرات کې انټرنیټ کلپونه وتړل

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )  د خلکو پر ورځیني ژوند او اسانتیاوو د طالبانو د بندیزونو په دوام، طالب چارواکو نن په هرات کې انټرنیټ کلپونه تړلي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې دا ګام د طالبانو د امربالمعروف وزارت د اړوندو کارکوونکو له لوري اخیستل شوی.

د طالبانو د یاد شوي وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ادعا وکړه چې دا پریکړه په انټرنیټ کلپونو کې د غیر اخلاقي سایټونو د کتل کیدو له امله شوې ده.

هغه په ورته مهال، یاده پریکړه موقتي ګڼلې ده.

 د انټرنیټ کلپونو مالکانو بیا دا تور رد کړی او ویلي، چې طالبان په هره بڼه د خلکو ورځینی ژوند او کاروبار زیانمنوي.

طالب چارواکو نه دي ویلي، چې په  دغو انټرنیټ کلپونو کې د غیر اخلاقي فلمونو کتل یې څنګه تثبیت کړي دي؟

د طالبانو امر بالمعروف اداره تر ډېره د افراطي ملایانو په مرکزونو بدله شوې، چې ملایان یې ښار و بازار کې خلکو سره تشدد هم کوي.

1 COMMENT

  1. اوس سایت کتل انترنیت کلب ته ضرورت نلری په عادی موبایل کیگی. مهمه داده چی موژ ملت لپاره اصلاحی برنامی ولرو چی متاسفانه فعلی حکمرانان دا مهارت او برنامی نه لری. امید دی چی اصلاحی پروگرامونه په پوهنتونو، مدارسو، مکاتبو، تعلیمی مراکزو، مساجدو، او شهری اماکنو کی د حالات او شرایطو په نظر کی نیولو سره ایجاد شی. دا یو طول المدته او کوتاه مدته مدبرانه او حکیمانه طرحو او پلان ته ضرورت لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب