جمعه, مې 3, 2024
Homeادد نړۍ په هیوادونو کې حداقل معاش

د نړۍ په هیوادونو کې حداقل معاش

تاند- د نړۍ په هیوادونو کې د لږترلږه معاش په اړه د وروستیو معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر معاش یا اجوره د شمالي امریکا او شمالي اروپا وګړي ترلاسه کوي.

ویژول کپیټالیست ویبپاڼې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې له مالیې وروسته د خلکو تر ټولو لږ خالص معاش محاسبه کړی دی.

د دې ویبپاڼې پر اساس، د جنورۍ تر میاشتې پورې په امرکیا کې تر ټولو لږ معاش یا اوجوره د مالیې اخیستلو وروسته ۱۵۵۰ ډالره، په جرمني کې ۱۵۹۴ ډالره، په بریتانیا کې ۱۷۰۵ ډالره او په فرانسه کې ۱۳۸۰ ډالره ده.

د دې لیست پر اساس، د اروپا په کوچني هیواد، لوګزامبورګ کې حداقل میاتنی معاش ۲۱۴۰ ډالره  دی چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ حداقل معاش دی.

له لوګزامبورګ وروسته استرالیا یاده شوې چې لږترلږه معاش پکې ۲-۲۲ ډالره دی.

په منځني ختیځ کې د اسرایلیانو حداقل معاش ډیر دی یعني په میاشت کې ۱۳۸۹ ډالره. ورپسې د سعودي عربستان نوم راغلی چې لږترلږه معاش پکې ۹۵۸ ډالره دی.

په دې راپور کې د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هیوادونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ترکیې او ارجنټاین په اړه، چې انقلاسیون پکې  خورا ډیر دی، ویل شوي چې دواړو هیوادونو د تېر کال د ورته مودې په پرتله د خپلو اتباعو معاش دوه برابره زیات کړی دی.

په ارجنټاین کې حداقل معاش ۳۳۶ ډالره او په ترکیه کې ۴۵۷ ډالرو ته زیات شوی دی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ایالت تر ایالته معاش توپیر لري. مثلاً په واشنګټن ایالت کې تر ټولو لږ اجوره په ساعت کې ۱۵ ډالره او ۷۴ سینټه، په کلیفورنیا کې ۱۵ ډالره او ۵۰ سینټه خو په ټکساس کې په هر ساعت کې تر ټولو ټیټه اجوره یا معاش ۷ ډالره او ۲۵ سینټه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب