جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد مس عينکو له کان څخه ۳۱۵ لرغوني اثار ترلاسه شوي

د مس عينکو له کان څخه ۳۱۵ لرغوني اثار ترلاسه شوي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د ملي موزيم لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست ويلي، چې د لوګر له مس عينکو کان څخه تر ۳۱۵ زيات لرغوني آثار ،چې دوه زره کاله پخوانۍ لرغونتيا لري، ملي موزيم ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند ويلي، چې د دغې پروژې د چارو د پرمختګ او لرغونو آثارو د موندلو لپاره له يونسکو او اغاخان بنسټ سره تفاهم ته رسېدلي دي.

دغه وزارت زياتوي، چې د مس عينکو کان آثار به د موزيم په نړيواله ورځ نندارې ته وړاندې شي.

د کانونو او پټروليم وزارت طالب چارواکو د يکشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې د لرغونو آثارو د شتوالي له امله د مس عينکو پروژې کار ځنډېدلی دی.

 د لوګر د مس عينکو کان تړون په ۲۰۰۸ م کال کې د چين له MCC شرکت سره لاسليک شو ،خو تر اوسه د دغه کان د استخراج چارې نه دي پيل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...