شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې ۸۶۰ زره...

د خوړو نړیوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ ) د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان په ۲۰۲۲ کال کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه په افغانستان کې اړو کسانو ته وېشلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې اوړو ۳۵ سلنه په ټول افغانستان کې له ۲۰ کورنیو شرکتونو څخه پیرودل شوې ده.

یاده اداره وایي، هڅه کوي د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا ترڅنګ له اړمنو خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.

د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي نه پوهېږي، چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځایه راځي او له دې ډلې ۶ میلیونه یې د قحطۍ په څنډه کې دي.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ له ستر او سخت بشري ناورین سره مخ دی، د ملګرو ملتونو په وینا، دغه سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو لپاره د غوښتل شویو ۴،۶ میلیاردو ډالرو یوازې پنځه سلنه ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د نمایندګۍ د دفتر مشر های سو وی لی په دې وروستیو کې په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشری مرستو د ویشلو لپاره د اړتیا وړ بودیجې د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ: که دغه مرسته ونه شی نو په افغانستان کې به ۹ ملیونه خلک له ستونزو سره مخ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب