جمعه, مې 3, 2024
Home+هیر او رانجها | زهير سپېڅلی

هیر او رانجها | زهير سپېڅلی

«هـير» او «رانجها» د يـوې مـيني جوړې نـوم دی.
«هـير» د ميني او «رانجها» ئې د مين نوم دی.
وايي: چي«رانجها» د هير عاشق پـه مردان کي د تخت هزاره اوسېدونکی يو ځوان و، چي د جهنګ سيال سيمي په «هير» نومي نجلۍ مين شوی و. د دوی د ميني کيسه د پـنجابي ژبي شاعر وارث شاه منظومـه کړې ده.
ليلا او مجنون غوندي د دوی پـه نوم فلم هم جوړشوی دی. فلم کي پـه داسي هنري انـداز دا کيسه انځـور شوې، چي له سترګو اوښکي او له زړه ويني څڅوي.
پـه فلم کي د دوی د ساده، کليوالي، سوځنـده، لېونـۍ او  نيمګړي ميني کيـسـه ده. فلم د  ميني وصال او خواږه راباندي ويني، خو  د دوو مينو د بـېـلتانـه او جدايۍ هغـه شېبې هم ښيي، چي فـضا د نـيمګړي مـيني سلګـيو اخيـستې وي.
 د دوو مينو زړونـو د ماتـېـدو اواز او د دوو مينو  د خاموشۍ چـيـغي اورو.
کـه د يــوه حُسن او ښايـست تماشـه ده، خو د هغه حُسن د تـللو او  بايـللو زخمونـه هم يو بل وخوري. پـه فلم کي د دنيا هغه ظلم هم ګورو، چي دوه زړونـه يـو ځـای او دوه زړونه بـېل او مات ـ مات کړي او دوه ژونـده اغزي ــ اغزي شـي.
د دې نيمـګړي مـيني کيسـه تر تلپاتي وصـال او ګـډ ژونـد تېرولو مخکي د دوو مينو «هير او رانجها» پـه مرګ پـای تـه رسېـږي.
 د يو بل د مړوند پر ځای  سرونـه د تـل لپـاره  پر تورو خاورو کښېږدي، خو د دې مينانو نوم ژونـدی، د ميني کيسه ئې خوله پـه خوله ګرځي او دا کيسـه دومـره مشهوره شـوه، چي ادبي روايت ګرځېدلی او پښتو ادبياتو  تـه هم راغلې ده.
کلاسـيکو شاعرانو هم پـه شاعرۍ کي يـاده  کړې ده.
کامګـار خټـک  وايي:
شور او شر مي د «هير» لاړ  نـشو له سـره
کـه  «رانجـا» شو  توري خاوري، پـه شور پـرېـووت
علي خان وايي:
«هير رانجها» کله په مينه خوا سړه کړه
د فرهاد  شيرينۍ شوه بوډۍ غمازه
حب چې يک مخيز وي عاشق وړي د غم نېزوی
څه به و «رانجا»  که مين توب نه وای په «هير» کې
دا کيسـه چي کلـه، څنګـه او چېرته پـېښـه شوې ده، استاد اسدالله غضنفر صاحب پـه خپل  کتاب (کلتور او ټولنـه) کي داسي راوړې ده.
«رانجها د پنجابيانو د جټ قبيلې يو زلمی دی چې نور  وروڼـه يې د دنيا کاروبار کوي او دی شپېلۍ ږغوي. يو وخت يې له وروڼو سره روابط خرابېـږي، بل کلي ته ځي. په دا بل کلي کې يوه ډېره ښکلې جټه نجلۍ اوسي چې هير نومېږي دی پـه هير زړه بايلي. څه موده پس د رانجها د شپېلۍ سوي نغمې د هير پـه زړه کوډي کوي، هير هم ورباندې مينېږي. دوی ډېره موده له يو بل سره پـه پټه ګوري خو اخر د هير د کورنۍ غړي او پـه تېره بيا د هغې تره د دغو ديدنونو مخـه نيسي رانجها له يوه جوګي يعنې تارک دنيا سره ګوري او د هغه پـه څېر دنيا ته لتـه ورکوي. رانجها چې جوګي دی او د پنجـاب په کليو ګرځي، هير ويني. دا ځل د نجلۍ مور و پـلار راضي کېږي چې  نجلۍ رانجها ته ور پـه نکاح کړي خو د واده پـه ورځ د هير تره  پـه ډوډۍ کې زهر ګډوي، هير د زهرجني ډوډۍ د خوړلو په وجه مري او رانجها چې دا حال ويـني هماغه زهرجنه ډوډۍ خوري چې هير خوړلې ده او دی هم له فاني دنيا سره مخه ښه کوي.
د دوی قبرونه د پنجاب پـه جهنګ سيمه کې دي.
ويل کېږي چې د هير او رانجها کيسه دوه سوه کاله پخوا تر دې چې وارث شـاه يې د شعر پـه ژبـه بيان کړي، د لوديانو د سلطنت پـه زمانـه کې د پنجاب پـه جهنګ سيمـه کې پېښـه شوې وه.»
(کلتور او ټولنه، ۳۵۰مخ)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب