شنبه, اپریل 20, 2024
Home+انسان| ژباړه وړانګه اکبر 

انسان| ژباړه وړانګه اکبر 

انسانان د تیوالو (تي لرونکو ژوندیو موجوداتو) تر ټولو لویه ډله ده چې په دوه وو پښو تګ کوي او د لویو او پېچلو مغزو لرونکي دي او د مغز په واسطه یې پرمختللي وسایل رامنځته کړل او خپلې ژبې او کلتور ته یې پراختیا ورکړه. انسانان خورا ټولنیز دي او په پېچلو ټولنیزو جوړښتونو کې ژوند کوي. انسانان د ډېرو همکارو او سیالو ډلو څخه جوړ شوي دي. په ټولنه کې د کورنیو او خپلوانو نیولې تر سیاسي او دولتي ډلو پورې ټول انسانان ټولنیز تعامل ترسره کوي او دا ټولنیز والی دارزښتونو،رسمونو،او انساني ټولنې د پیاوړتیا سبب ګرځي.دا چې انسان تل د چاپېریال په اړه د پوهېدو او په خپلو مطالعاتو باندې د پلټنې په حال کې دی نو ځکه انسان د پرمختللي موجود په نوم یادېږي.
نژاد:انسانانو پخپله ځانونه په نژادونو ویشلي دي چې دا کار یې د ظاهري بڼې له مخې ترسره کړی دی:په نژاد کې ویښته،پوستکی،د ویښتو او پوستکي رنګ، قد،او وزن شامل دي:
ځانګړتیاوې:
انسانان بېلابېل قدونه، رنګونه، خوی خواص او عادتونه لري چې ځیني عادتونه یې په ورځني ژوند او ورزش پورې اړه لري.که وګورود انسانانو په وزن کې هم توپیرونه شته چې اوسنۍ څېړنې جغرافیایي موقعیت هم د وزن په زیاتوالي او کموالي کې ښکیل ګڼي.همدارنګه جنس هم په وزن کې رغنده رول لوبوي لکه نارینه نسبت ښځینه وو ته د ډېر وزن لرونکي دي.
نژاد:انسانانو پخپله ځانونه په نژادونو ویشلي دي چې دا کار یې د ظاهري بڼې له مخې کړی دی:په نژاد کې ویښته،پوستکی،د ویښتو او پوستکي رنګ، قد،او وزن شامل دي:
ويښته:
انسان د نورو ډېرو تي لرونکو په پرتله د کمو ویښتو لرونکی دی یا هم ویلای شو چې تر ډېره بې ویښتو دی.د دوي ویښته په ډېره اندازه یوازې د سر، تخرګونو او د تناسلي آلې شاوخوا برخو کې د ودې په حال کې وي.د ویښتو رنګ هم په میلانین پورې اړه لري.(په پوستکي کې يو ډول حجرې دي د مېلانوسایټ په نوم یادېږي او همدا حجرې د میلانین په نوم رنګه ماده جوړوي.میلانین د پوستکي سترګواو ویښتو رنګ ټاکي).انسانان ډول ډول ویښته لري تور،ژېړ،او نور بېلابېل رنګونه .همدارنګه ځينې انسانان صاف ویښته لري په داسې حال کې چې ځينې یې تاوشوي یا نا صاف ویښته لري چې دا ټول په جنیټیکي اوصافو پورې اړه لري.د نړۍ د ۷۵٪ څخه تر ۸۵٪ سلنه خلک د تورو ویښتو لرونکي دي خو څېړنې داسې ښيي چې هغه نارینه او ښځينه چې د ژېړو او طلایي ویښتو لرونکي وي ډېر جذاب وي او یو ځانګړی راښکون لري.
رنګ:
انسانان د بېلابېلو رنګونو لرونکي دي.په نړۍ کې له تیاره قهوه ای نیولی تر روښانه سپین رنګه خلک شتون لري چې د رنګونو تنوع د پوستکي د رنګ ټاکوونکي پورې اړه لري (مېلانین). احصاییه داسې څرګندوي چې سپین پوستي خلک په ټولنه کې د نورو خلکو ډېر د خوښې وړ دي نسبت تورپوستو ته ځکه ډېری خلک په دې باور دي چې که سپین پوستي خلک په خپل مخ کوم داغ ولري نو په اسانۍ سره یې لیدلی شي او په دې ډول د روښانه پوستکي انسانان ښه او خراب پوستکی ډېر ژر ښکاره کوي.
د انسانانو د ژوند پایښت هم لکه د نورو تي لرونکو په څېر دی،داسې چې د نرسپرم او د ښځې هګۍ یو ځای کېږي او جنین جوړوي او همدغه جنین دمور په رحم کې وده کوي تر څو زېږون ته چمتو شي.وروسته له نهو میاشتو یا۲۸۰ ورځو اویا هم د ۳۸ اوونیو ماشوم پخېږي او مور زېږون ته چمتو کېږي او بلاخره ماشوم د مور د مهبل له لارې د مور له بدن څخه بهر وځي او زېږون صورت نیسي.وروسته له دې همدا ماشوم د یو کامل انسان په حیث ساه اخلي.ماشوم په ټولنه کې د قانون له نظره د یو بشپړ کس په حیث حمایه کېږي.د نورو تي لرونکو په پرتله د انسان زېږون خطرناک دی.کله چې مور دزېږون نه ۲۴ ساعته وړاندې (یا زیات له دې نه )درد زغمي کله کله که په وخت ورته رسېدنه ونه شي همدغه درد د مور یا ماشوم د مړینې سبب ګرځي.
وروسته له دې چې انسان وزېږېږي هغه باید چې وده وکړي تر څو د بلوغ پړاو ته ورسېږي.بلوغ له ۱۲ څخه تر۱۵ کلنۍ شروع کېږي. ورپسې د عمر دلېږد هغه فزیکي او اروایي پړاو چې له بلوغ څخه پیلېږي او د جنسي غریزې تر پوخوالي پورې ادامه پیدا کوي پیلېږي،په دې پړاو کې عمر د بلوغ  د عمر او د ۱۸کلنۍ تر منځ وي. ورپسې داسې عمر پیلېږي چې شخص پکې د خپلواکۍ حس او په ځان د تکیې وړتیا لري او په همدې پړاو کې انسان د جنسي غریزې له مخې پخېږي او دا د ۱۸ کلنۍ څخه پورته عمر دی.له دې پړاو څخه وروسته انسان کهولت عمر ته رسېږي په کوم کې چې انسان له اروایي او فزیکي اړخه پخېږي او د ډېری وو ژوند په همدې عمر کې له لاسته راوړنو ډک وي.او بلاخره د زړښت عمر هم د انسان د ژوند یو پړاو دی په کوم کې چې انسان خپله زیاته اندازه انرژي له لاسه ورکوي ،په ډېرې اسانۍ سره ناروغه کېږي او ښې پاملرنې ته اړتیا لري.
غذایي عادتونه:
انسانان د هر څه خوړونکو ژوو په نوم یادېږي چې کولای شي هم نباتات او هم نور ژوي وخوري.له هغه وخته مخکې چې انسان اور وپېژني غوښه یې نه خوړله ،یوازې په غلو او سبزیجاتو یې ژوند تېراوه بې له افریقایي وګړو چې غوښه به ېې خامه خوړه چې دا ځانګړنه یې د وحشي ژوو سره شریکه ده.
ژبه:
انسان ډېرې روانې او فصیحې خبرې کوي او د خبرو په واسطه خپلې ستونزې حلوي.انسان ددې وړتیا لري چې لیک اولوست وکړي د دوی پوهونه او پوهېدنه خورا پراخه ده چې د همدې ځانګړنې په واسطه له نورو تي لرونکو بېلېږي.
جامه:
جامه د انسان د تمدن یوه برخه ده.هر څومره چې انسان متمدن کېږي په هماغه اندازه یې په جامه کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي،او دا جامې په هر قوم ،هر هیواد او هر دین کې د نرانو او ښخو تر منځ توپیر لري.
پایله دا چې انسان کېدای شي چې د نړۍ تر ټولو غوره مخلوق وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب