Homeخبرونهطالبان: له دولتي املاکو څه باندې ۲ ميليارده افغانۍ را ټول شوي

طالبان: له دولتي املاکو څه باندې ۲ ميليارده افغانۍ را ټول شوي

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ ) د طالبانو د رژیم ماليې وزارت، د دولتي املاکو په عوايدو کې د پام وړ زياتوالي خبر ورکړي دی.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: د دولتي املاکو لوی رياست په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، چې د ۱۴۰۱ مالي کال په بهير کې، د مرکزي جايدادونو له درکه ۳۶۸ ميليونه افغانۍ او د ولايتي جايدادونو له درکه يو ميليارډه ۸۵۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي .

سرچینه زیاتوي، چې د ياد رياست په عوايدو کې دغه زياتوالی له فساد سره د مبارزې، پر وخت د خدمتونو د وړاندې کولو، د مسلکي او ژمنو کادرونو د ګومارنې او د شفافې داوطلبۍ په پايله کې راغلي دي.

د طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې خلک د دوی له لوري د مالیو او ټیکسونو له زیاتیدو شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...