شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل: اسپانوي روزونکو د جودو روزونکو ته ۳ روزنیز سیمینار پيل کړ

کابل: اسپانوي روزونکو د جودو روزونکو ته ۳ روزنیز سیمینار پيل کړ

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې د اسپانیا هیواد د جودو دوو روزونکو او لوبڅارانو “کوميچو فريز او بارکس نيګاري”  له لوري د جودو ورزشي رشتې ٧٠تنو افغان روزونکو او لوبڅارانو ته د کوچينګ، ريفرينګ او په کاتا برخو کې درې ورځنى ښوونيز سيمنار پيل شو.

يوه بهرني روزونکي بارکاس وويل؛ د جودو نړيوال فدراسیون رهبري تل هڅه کړې، چې د جودو په برخه کې ښه پروګرامونه وړاندې کړي او د جودو ورزش ته په نړيواله کچه وده ورکړي.

نوموړي دا سيمنار د يو بل کلتور او عنعناتو د شريکولو په برخه کې يو ښه فرصت ياد کړ.

د المپیک ملي کمېټه وایي، چې په دې سیمینار کې د کابل، سرپل، فارياب، جوزجان، بلخ، بغلان، کندز، تخار، فراه، هرات او پکتیا ولايتونو تر ٧٠ تنو روزونکو، لوبڅارانو او ورزشکاران ګډون کړی.

د جودو فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لومړى ځل دى، چې دغه بهرني روزونکي افغانستان ته راځي او دا ډول سيمنار وړاندې کوي، چې په دې سره به د جودو افغان روزونکي او لوبڅاران د کوچينګ، ريفرينګ او کاتا په برخه کې په ملي او نړيواله کچه چمتو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب