Homeخبرونهاقتصادي خبرونهګرشک کې په ۵ میلیونه افغانیو یو پُل جوړ شو

ګرشک کې په ۵ میلیونه افغانیو یو پُل جوړ شو

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ ) د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د پنځه میلیونو افغانیو په لګښت یو پُل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ځایي طالب چارواکي وایي، دغه پُل د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د ګرشک ولسوالۍ پرعمومي بغرا د پنځه میلیونو افغانیو په لګښت د ګرشک ښاروالۍ له لوري جوړ شوی دی.

د ګرشک طالب ښاروال ملا عبدالمجید حاجي تائب وویل چېیاد پل د ۴۲ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په پلنوالي د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په سویلي ولایتونو کې چې د دوی د شل کلنې جګړې پر مهال خلک له ډېرو لومړنیو حقونو بې برخې شوي وو، د ورته پروژو خبرونه زیات شوي، چې ستاینه یې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...