شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+غزلبول سندرغاړی جګجیت سینګ

غزلبول سندرغاړی جګجیت سینګ

ژباړه او راټولونه: غني حسن

زوکړه، زده کړه او شخصي ژوند:

جګجیت سینګ (جګموهن سینګ) په (۸ فبروري ۱۹۴۱) کي د هند دیمان په سری ګنګا نگر، راجستان، هندوستان (هغه وخت د بیکانیر ایالت) کي زیږیدلی و. د هغه پلار، سردار امر سینګ دھیمان، د حکومت د فواید عامې وزارت سره سروې کوونکی و او د پنجاب د روپر ولسوالۍ د دلا د کلي اوسیدونکی و. په پیل کي ئې د سری ګنګا نگر په عالي ښوونځي او دولتي کالج کي زده کړې وکړې.

 وروسته، هغه د هریانا د کروکشیترا پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کي د فراغت سند ترلاسه کولو لپاره زده کړي وکړې. د دې وخت په اوږدو کي او د هغه طبیعي استعداد چي د هغه پلار لخوا پېژندل سوی و او دا يې درک کړې وه، چي د سینګ شوق و ذوق د موسیقۍ سره بې حده زیات دئ؛ نو سینګ په پیل کي د هندي کلاسیکي موسیقۍ له یو نابینا استاد (پنډت چګن لال شرما) او وروسته د مایهر غره له استاد (جمال خان) څخه موسیقي زده کړه. هغه ته يېد هند کلاسیک سبک، ډول، طرز او ثبت خیال، دروپد، ثمري او نورو کي روزنه ورکړه. ده لومړی خپل د ځوانۍ په اوږدو کي پر ​​سټیج فعالیت پيل کړ او د موسقۍ ځانته یو لاره یې جوړه کړه. که څه هم د هغه پلار، چي یو دولتي کارکوونکی و، هیله درلوده چي هغه به یو انجینر سي. سینګهـ د موسیقۍ سره خپله مینه په پرله پسې توګه تعقیب کړه. د هند د متوسطې کورنۍ د ټولو والدینو په څېر، د هغه پلار هیله درلوده، چي هغه یو بیوروکراټ سي. اما پلار یې یوازی سینګ نه بلکي د هغه وروڼه هم وهڅول چي موسیقي زده کړي. سینګ د DAV کالج، جالندھر څخه د هنر سند ترلاسه کړ. هلته یې په ۱۹۶۱ کال کي د آل انډیا رادیو (AIR ) جالندھر سټیشن کي د سندرو ویلو او کمپوز کولو دندې په ترسره کولو سره خپل مسلکي ژوند پیل کړ.

په مارچ 1965 کي، او د خپلې کورنۍ له خبرتیا پرته سینګ بمبۍ ته ولاړئ، چیرې چي د هندي فلم صنعت له امله د موسیقۍ هنرمندانو لپاره ډیرو فرصتونو شتون درلود. هغه په ​​پیل کي د اعلاناتو دسندرغاړي په توګه کار ترلاسه کړ او وروسته یې پلې بیک سندرې ته وده ورکړه.

د سینګ او چترا لیدنه:

سینګ په ۱۹۶۷ کي په ​​بنګال کي زیږیدلې چترا ولیدل د هغې اواز او انداز یې خورا خوښ او له زړه ورباندي مین سو؛ خو چترا واده درلود. تر دوو کلونو وروسته هغې خپل میړه ته طلاق ورکړ او د دسمبر په 1969 کي یې له سینګ سره واده وکړ. چترا یوه لور درلود او پر سینګ خورا ګرانه سول، تر څو کلونو وروسته یې زوی ویویک وزېږد له هغه وروسته یې داسي جوړه يي البم وړاندي کړ، چي دا د 1977 البم د نه هیریدونکي البم په نوم یادېږي.

نه هیریدونکی البم چي د دواړو یو غیر دودیز ریکارډ و اما دوی یې په ستورو بدل کړل. د دغه البوم “بات نیکلګي” سندره خورا شهرت ترلاسه کړ، چي انډیپنډنټ دا سندره او البم په ۲۰۱۱ کال کي د “زمینې ماتونکي په توګه بیان کړه…. دا د هند د موسيقۍ په تاریخ کي یو بدلون راوړونکی و دا مخکي او وروسته د پای ټکی سو. د عصري ترتیباتو په کارولو سره، دا لس ټریکونه لري چي دوه پکي شامل دي او پاتې یې د جګجیت او چترا تر منځ په مساوي ډول ویشل سوي. انډیپنډنټ زیاته کړه چي “د هندي مشهور میوزیک کي په سوداګریز بازار کي د بریالي میړه او بریالۍ میرمنې دوه اړخیزو پرفارمنس په حیرانتیا سره بریالی ثابت سو.”

جګجیت څرګنده کړه “ما هوډ درلود چي دا ژانر روښانه کړم او جوړ یېکړم. دا د عصري ذوقونو لپاره د منلو وړ دئ” نو ده ساده شعرونه غوره کړل او ساده ږغونه یې ورته وټاکل.

 وروسته دوی دواړو جوړه يي او ګډي موسیقي سره پر پروژو کار وکړ او په ټوله نړۍ کي یېکنسرتونه وړاندي کړل او د فلم صنعت سره ښکیلتیا يې هم بریالۍ وه.

– دوی دواړو تر واده یو کال وروسته د 1970 لسیزې په وروستیو کي دوو ریکارډونو کي لومړی شهرت ترلاسه کړ.

– په 1977 کي یي نه هیریدونکي البم ثبت او خپور کړ، چي د شهرت اوج ته ورسېدل.

– په (1978)، په ویمبلي کي یي ژوندی کنسرټ وړاندي کړ.

– په (1979) کی یې بل ژوندی کنسرټ وړاندي کړ.

– په 1980 لسیزه کي “ووه کاغذ کیکیشتي … ووه باریش کا پانی” ترټولو غوره پلورل سوی البوم و.

– په (1984) کی”د دوی بل البم غوره” وبلل سو.

له 1990 کال وروسته داسي غمجني پېښي ورته وسوې، چي د دوی مینه ناکه جوړه په غم کښېنستل د دوی 20 کلن زوی (ویویک) د سړک په یوه پيښه کي مړ سو. چترا د دې پیښو وروسته د سندرې کولو توان نه درلود. ډیپریشن حالت ته ولاړه او تر ډېره یي بیا غوره صحت او موډ ونه موندئ، دا د جګجیت او چترا سینګ لپاره یو ژور ټکان و. دوی د مړینې وروسته د بشپړ کال لپاره موسیقي پرېښوده. له هغه غمه لیري نه وه، چي بلې دردناکي پیښي تر دې هم سخت تکان ورکړ او ځواني لور ( مونیکا) يې ځان وژنه وکړه.

له اوږده ځنډ وروسته جګجیت ورو ورو موسیقۍ ته راستون سو، مګر چترا خپل تقاعد اعلان کړ او اعلان یې وکړ چي هغه به نور سندرې ریکارډ نه کړي.که څه هم جګجیت خپل کار ته دوام ورکړ او بریالیتوب یې ترلاسه کړ وروسته له دې چي چترا له عامه ژوند څخه ووتل، هغه هم د ویویک د مړینې له امله اغیزمنه سوه. ګارډین یادونه کوي چي هغه “د ژور خپګان سره مخ وه او د هغه رنځ اکثرا د هغه په ​​ژوندیو کنسرټونو کي څرګند و.” د سولي په پروژو سره د ځان بوختولو سربیره، چي هغه په ​​​​څو ژبو کي ترسره کړې هغه د لتا منګیشکر سره د سجده په نوم البوم کي همکاري وکړه.

د سینګ هنري ژوند:

سینګ په مشهور غزلبولسندرغاړی او موسیقار و. هغه د “غزل پاچا” په نوم هم پیژندل سوی. هغه په ​​ډیرو ژبو سندرې ویلي دي. هغه ته په ۲۰۰۳ کال کي د هند د حکومت له خوا د پدم بوشن جایزه ورکړل سوه.

سینګ تهد غزل د بیا ژوندي کولو لقب ورکړل سوی دئ، چي د هند کلاسیک هنر ته یې کار وکړ دی د خلکو لپاره د شعر په غوره کولو سره چي د خلکو سره تړاو لري او په داسې طریقه کمپوز کوي چي پر کلمو او معنی باندې ډیر ټینګار کوي. د هندي کلاسیک موسیقۍ په شرایطو کي، د هغه د کمپوز کولو سټایل او ګاکي (سندرې کول) د بول پراډان په توګه ګڼل کیږي، چي مانا په کلمو تاکیید کوي. هغه په ​​خپل موسیقۍ کي د پریم گیت (1981)، ارت او ساتھ ساتھ (1982)، او تلویزیوني سریالونو میرزا غالب (1988) او کهکشان (1991) په څیر روښانه هنري خدمتونه کړي دي. جګجیت سینګ د انتقادي ستاینې او سوداګریزو بریاوو له مخې د هر وخت ترټولو بریالي د غزل سندرغاړی او موسیقار ګڼل کیږي. د پنځه لسیزو په اوږدو کي د خپل ښه شخصیت سره- سره د هنر او هنري ژوند لپاره تر 80 ډیر او په ډېرو ژبو البومونه وړاندي کړل، د هغه د کار لړۍ او پراخوالی د یو خاص ژانر تعریف په توګه ګڼل کیږي. هغه یوازینی موسیقار او سندرغاړی دی چي د لومړي وزیر – اتل بهاري واجپایی – لخوا لیکل سوي سندرې یې کمپوز او ثبت کړې، چي هغه یو انتقادي پیژندل سوی شاعر هم دی – په دوه البومونو ، نی دیشا (1999) او سمویډنا (2002) کي.

د سینګ د 1987 البوم، بیونډ ټایم، په هند کي لومړی ډیجیټل ثبت سوی البوم و. هغه د هند یو له ډیرو اغیزمنو هنرمندانو څخه شمیرل کیده. د سیتار افسانوي هنرمند (روی شنکر) او د هندي کلاسیکي موسیقۍ او ادبیاتو نورو مخکښو شخصیتونو سره یوځای ملګرتیا او ژوند کوئ، سینګ په هند کي د هنر او کلتور د سیاسي کولو او د هند د دودیزو هنرونو د متخصصینو په ځانګړې توګه د لوک هنرمندانو او موسیقارانو لخوا د ملاتړ نشتوالي په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې. هغه د ډیرو خیریه هڅو لکه د سینټ مریم ښوونځي، ممبۍ کي کتابتون، د بمبي روغتون، CRY، ماسومانو خوندي کول او ALMA سره فعاله مرسته هم کوله.

د سینګ مړینه:

سینګ د خپل وروستي ژوند په اوږدو کي د شکري ناروغۍ او لوړ فشار په څیر د ناروغیو سره مخ و، او په 1998 او 2007 کي یې د زړه دوه بای پاس جراحي ترسره کړې وه. څه وخت سګرېټ څکوونکی ؤ، هغه د زړه له حملې وروسته سګرېټ بند کړل.

سینګ د 2011 کال په فبروري کي 70 کلن سو. د خپلې 70 کلیزې د لمانځلو لپاره یې د نړۍ په بیلابیلو برخو کي کنسرتونه ورکړل، چي تقریبآ تر ۷۰ پوري د سینګ ټول کنسرټونه یاد سوي دي. هغه په ​​2011 کي انګلستان، سنګاپور، ماریشیس او نورو هیوادونو ته سفر وکړ او ټاکل سوې وه چي په ممبۍ کي د استاد غلام علي سره سندرې ثبت کړي خو د 23 سپتمبر 2011 کي د مغزو هیمرج سره مخ سو. هغه د دوه اونیو لپاره په کوما کي و او د اکتوبر په 10 مړ سو. د ممبۍ په لیلاوتي روغتون کي مارین لاین ته نږدې په چندان وادي قبرستان کي خاورو ته وسپارل سو.

سینګ ته جایزې:

– په 1998 کي، جګجیت سینګ ته د ساهتیه اکاډمۍ جایزه ورکړل سوه، چي په هند کي دا یو ادبي ویاړ دی. هغه ته دا ادبي اعزاز د مرزا غالب د کار د شهرت په خاطر ورکړل سو.

– د راجستان حکومت لخوا په 1998 کي د ساهتیا کلا اکاډمۍ جایزه

– د لتا منګیشکر سمان جایزه په 1998 کي د مدیا پردیش حکومت لخوا ورکول سوه.

– د سنګیت ناتک اکاډمۍ جایزه

په 2002 او 2005 کي، سینګ د تلویزیوني خپرونې لپاره د غوره سرلیک سندرغاړي لپاره د هند ټیلي جایزه ورکړل سوه.

– ډیلایټپه نوم په 2003 کي د کروکشیترا پوهنتون، هریانا لخوا جایزه ورکول سوه.

– په 2003 کي، سینګ ته د هند د حکومت لخوا د هند دریم لوی ملکي جایزه، پدم بھوشن ورکړل سو.

– د غالب اکاډمۍ د ډهلي حکومت لخوا په 2005 کي

– دیاوتي مودي جایزه

– په 2006 کي د ښوونکي د ژوندانه لاسته راوړنې جایزه

د ۲۰۰۷ کال د مې په ۱۰ مه د هند د پارلمان په مرکزي تالار کي د ګڼو سیاسي او دیپلوماتیکو روشنفکرانو په شتون کي، جګجیت سینګ د هند د بغاوت( ۱۸۵۷) کال د ۱۵۰مې کلیزې په مناسبت د بهادر شاه ظفر مشهوره غزل “لګتا نه هې دل میرا” واوروله.

په 2012 کي، د راجستان ایالت حکومت وروسته له هغه جګجیت سینګ ته د هغه ترټولو لوی ملکي جایزه، راجستان رتنا ورکړه.

ګوګل د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په ۸ مه د جګجیت سینګ د ۷۲ کلنې کلیزې په مناسبت د یو (ډوډل) سره ویاړ وکړ.

د سینګ میراث:

۱- د سینګ یو ژوندلیک چي د هغه سره د شاوخوا 40 ساعتونو مرکو پراساس د (وخت څخه بهر) نومیږي، په 2012 کي خپور سو، دا د اشرانی ماتور لخوا لیکل سوی او ایډیټ سوی و.

۲ـ د (و کاغذ کی کاشتی) په نوم یو مستند فلم د جګجیت سینګ د ژوند په سفر جوړ سوی چي نورمونه یې مات کړل او د غزل صحنه یې بدله کړه.

په فلم کي د هغه د میوزیک، شخصیت، مبارزه او ستوریتوب، د هغه په ​​شخصي ژوند کي مینه او زیان او د وخت د میوزیک سناریو کي ساحه او محدودیتونه په ګوته کوي. د برهمانند ایس سینګ لخوا لارښود سوی فلم دا مهال په هند او نړۍ کي د امازون پرائم ویډیو کي شتون لري.

یادونه: پخپل لاسلیک او یاداښت سره یې یو البم د حکمت سروش په لاس بېنوا فرهنګي ټولني کندهار ته ډالۍ کړی دئ

څو البمونه او سندري یې:

  • د البم نوم : وروستی – کال: ۱۹۸۲ع

سندري يې:

  1. Woh Kaghaz Ki Kashti
  2. Shayad Main Zindagi Ki Sahar
  3. Zindagi Tujh Ko Jiya Hai
  4. Us Mod Se Shuroo Karen
  5. Jis Mod Par Kiye The
  6. Mere Dukh Ki Koi Dawa Na Karo
  7. Badi Haseen Raat Thi
  8. Teri Ankhon Mein Hamne Kya Dekha
  9. La Pila De Sharab Ai Saqi

۲ـ د البم نوم: یوڅوک یوچیری – کال: ۱۹۹۰

سندري يې:

  1. Din Guzar Gaya
  2. Meri Zindagi Kisi Aur Ki
  3. Ab Ke Barsat Ki Rut
  4. Fasila To Hai
  5. Aadmi Aadmi Ko Kya Dega
  6. Mere Dukh Ki Koi Dawa Na Karo
  7. Koi Samjhega Kya Raz-E-Gulshan
  8. Dekha To Mera Saya Bhi
  9. Dil Hi To Hai

۳ـ د البم نوم: سراب – کال: ۱۹۹۶

سندري يې:

  1. Apni marzi se
  2. Dushman ko bhi seene se lagana
  3. Ek barahman ne kaha hai
  4. Koi chaudavi raat ka chaand
  5. Main rahe meena rahe
  6. Mujhe jeene do
  7. Rishta kya hai tera mera
  8. Zindagi se badi sazaa hi nahin

۴ـ د البم نوم: سیلسلې – کال: ۱۹۹۸

سندري يې:

  1. Main Bhool Jaau
  2. Mere Dil Ne Kaha
  3. Jaate Jaate Woh Mujhe
  4. Dard Apnata Hain
  5. Mujhko Yaqeen Hain
  6. Sach Yeh Hain Bekaar
  7. Dard Ke Phool Bhi
  8. Kabhi Yu Bhi To

۵ـ د البم نوم: سحر – کال: ۲۰۰۰

سندري يې:

  1. Tere Baare Mein Jab Socha Nahi Tha
  2. Mujhse Bicchad Ke Khush Rehti Ho
  3. Tumne Dil Ki Baat Keh Di
  4. Mujhe Hosh Nahin
  5. Yeh Jo Zindagi Ki Kitaab Hai
  6. Yaad Nahin Kya Kya Dekha Tha
  7. Charage Ishq Jalaane Ki Raat Aaye Hai
  8. Tere Aane Ki Jab Khabar Mehke

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب