شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روسیې په بلنه په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو...

د روسیې په بلنه په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه جوړیږي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۱۷ مه) روسیه وايي چې په لنډو ورځو کې به د افغانستان په اړه د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په ازبکستان کې دایره کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي چې دا غونډه به د روان اپریل په دیارلسمه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

د کابلوف په وینا، په دې غونډه کې به، چې د روسیې په بلنه جوړېږي، د افغانستان د مهمو انکشافاتو په اړه خبرې وشي.

کابلوف وايي چې دې غونډې ته یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران وربللي دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف وویل:«موږ به په نژدې ورځو کې د افغانستان په اړه مهمې پېښې ولرو. د اپریل په دیارلسمه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ناسته به په سمرقند کې وشي او هلته به پر افغانستان خبرې وشي.»

ده د افغانستان په اړه د ۵ هیوادونو د ډلې د کار د پرمختګ په اړه وویل چې دا ډله د مسکو او تهران له لوري تازه جوړه شوې خو د دې لپاره چې پاکستان په دې ډله کې د هند پر ګډون ملاحظه لري، تراوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

پاکستان، چې له هند سره اختلاف لري، وايي هند د افغانستان ګاونډی نه دی او باید د افغانستان په اړه په هیڅ غونډه کې حضور ونه لري. خو دا په داسې حال کې ده چې هند اوس هم د افغانستان یو له مهمو مرستندویو هیوادونو څخه دی او د طالبانو له رژیم سره هم اړیکې پالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب