شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحقاني: د ملت جوړونې لپاره امر بالمعروف ضرور دی

حقاني: د ملت جوړونې لپاره امر بالمعروف ضرور دی

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د طالبانو د کډالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د ددوی د رژیم له امربالمعروف وزارت څخه په دفاع ویلي، چې امر بالمعروف د ملت جوړونې لپاره اړین دی.

نوموړي د کابل د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او سمع شکایاتو ملکي ریاست له رئیس مولوي محمد ثواب او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه وزارت دې په خپلو چاو کې نرمښت او مصلحت وکړي.

حقاني نه دي ویلي، چې د دوی دغه جنجالي او له افراطي ګامونو ډک وزارت به د ملت جوړونې لپاره څه وکړي؟

هغه دغه راز د هغو مواردو یادونه نه ده کړې، چې په باور یې نرمښت او مصلحت پکې په کار دی.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند په یوه لیک کې طالبانو ته امر کړی و، چې له هیڅ ډول استثنا پرته دې د امر بالمعروف وزارت له پریکړو اطاعت وکړي.

د طالبانو یاد شوی وزارت، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د ښخو چارو وزارت پر ځای رامنځته شو، د طالب رژیم له تر ټولو بدنامو ادارو څخه ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. د ملت ورانونې لپاره امر با المعروف جوړ شوی. ته څنګه په زور په یو مسلمان لمونځ بیا بیا کوې چې حتی هغوی ادا کړی هم وي مګر ستاسو شنه خره بیسواده او جاهل د معروف غړي د کنداغ او سوټي په زور خلک مجبوروي. ته څه کاره یې چې د یو ازاد انسان په شخصي حریم تعرض کوی او په ږیره ویښتو او قیافه کې مداخله کوې. دا شیان چې تاسو کوئ دا ۱۴۰۰ کاله مخکې د تدبیق وړ و کله چې مسلمانان ناپوهه و او د کفارو په مینځ کې ژوند کاوه مګر اوس خو هر افغان ستاسو نه زیات په اسلام کې معلومات لري. هسې رشخند مو شروع کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب