شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالب چارواکو ادعا؛ د افغانیو ثبات موږ ساتلی

د طالب چارواکو ادعا؛ د افغانیو ثبات موږ ساتلی

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم مسوولینو، نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د افغانیو ثبات ساتل د دوی لاسته راوړنه ده.

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس، احمد جواد سداد وویل: د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشت کې د تورم نرخ ۳.۵ سلنې ته رسېدلی وو؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ کال په ورته میاشت کې ۱۵.۳ سلنه وو. همدارنګه په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کم شوی وو.

د سداد په خبره، په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټولیز ډول ۸ میلیارډه او ۶۸۳ میلیونه او ۲۴۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۵۹.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدین د عوایدو د زیاتوالي په اړه د دوی ادعاوې غولونکې بولي او وایي که عواید زیات شوي وي، بیا ولې د بودیجې له کسر سره مخ دي او دا دومره پیسې په څه لګول شوي؟

د افغانستان بانک طالب چاوراکي ادعا کوي چې، د بلومبرګ په راپور کې د نړۍ د ۹ بهترینو او ۹ بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې له نېکه مرغه افغانۍ د ۹ بهترینو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.

د طالب چارواکو په وینا، په وروستي یوه کال کې د افغانستان بانک د هېواد د ارزي ذخایرو په مدیریت سره، د بازار د اړتیا وړ اسعارو ضرورت پوره کړی او هڅه کوي چې د هېواد د ارزي ذخایرو د ازادېدو له لارې، د مالي او بانکي سکتور د پیاوړتیا برخه کې اغېزناک ګامونه، پورته کړي.

 بل لور ته: اقتصادي شنونکي افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو د څلویښت میلیون ډالري نقدي اونیزو کڅوړو راتګ د افغانیو د ثبات ساتلو اصلي عامل بولي او زیاتوي، چې د طالبانو د ادعاوو برعکس نوي افغاني بانکنوټونه هم امریکا متحده ایالاتو چاپ کړي او لومړنی اعلان یې د هغه هېواد چارواکو کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب