جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهار: د یوه مخکیني چارواکي یوه لور وژل شوې او بله ټپي...

ننګرهار: د یوه مخکیني چارواکي یوه لور وژل شوې او بله ټپي شوې ده

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ صاحبزاده ګانو کلي کې نن د پرزول شوي جمهوري نظام د یوه چارواکي په کور کې د راکټ مرمۍ چاودنه کړې ده.

د دوی په وینا، د دغې چاودنې له امله د نوموړي یوه اتلس کلنه لور وژل شوې او يوه ۱۶ کلنه لور يې ټپي شوې ده.

 د طالبانو په وینا، ټپي شوې نجلۍ روغتون ته وړل شوې.

طالبانو د نجونو د پلار نوم او مخکینۍ دنده نه ده ښودلې.

په وروستیو کې د ناچاوده توکیو د چاودنو له امله د افغان مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...