Homeخبرونهمتقي د روسیې سفیر ته؛ غواړو سیاسي او اقتصادي اړیکې درسره پراخې...

متقي د روسیې سفیر ته؛ غواړو سیاسي او اقتصادي اړیکې درسره پراخې کړو

تاند:( چار شنبه، د حمل ۱۶ )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، چې متقي له روسي سفیر څخه په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.

ویل شوي، چې د روسیې سفیر کابل ته د خپل هېواد د دولتي پلاویو د راتلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی.

طالب وزیر په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې افغانستان اوس امنیت لري او پکې کوم جدي ګواښ نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ځانمرګي برید له امله د روسیې تړل شوی سفارت لا بیا کابل کې نه دی پرانیستل شوی.

دغه هېواد تازه اعلان کړی، چې په مزار شریف کې د امنیتي ننګونو له امله خپله تړل شوې کونسلګري بیرته پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...